Connect with us

تازه خبرونه

خبریالان د ملت او نظام د وصل استازي دي-ذبیح الله مجاهد

خپور شوی

د

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د خبریالانو د ملي ورځې د مناسبت په یوه پیغام کې دوی د ملت او نظام تر منځ د وصل استازي یاد کړل.

د اسلامي امارت ویاند د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت د هېواد ټولو خبریالانو ته مبارکي ویلي او  دوی ته یې د اسلامي ارزښتونو او د هېواد د ملي ګټو په چوکاټ کې د بریاوو هیله کړې.

ذبیح الله مجاهد وايي؛ خبریالانو ته د اسلامي ارزښتونو او د هېواد د ملي ګټو په چوکاټ کې د ډېرو بریاوو هیله کوو، ځکه خبریالان د ملت او نظام ترمنځ د وصل استازي دي. له هغوی څخه هیله کیږي، چې د رسنیزو اصولو په نظر کې نیولو سره نور هم ډېر هڅاند و‌اوسي.

د هېواد یو شمېر خبریالان له دولتي بنسټونو غوښتنه کوي، چې د شایعاتو د مخنیوي  لپاره دې خبریالانو ته پخپل وخت معلومات ورکړ شي.

خبریاله ګیتا رشید زاده د یو شمېر ښځینه خبریالانو د بې کارۍ په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وایي، چې د دوی پر فعالیتونو دې محدودیتونه لرې شي.

د  افغانستان د رسنیو ټولنې، چې له رسنیو ملاتړ کوي؛ دغه ورځ ونمانځله.

خبریال صمیم فروغ فیضي ويلي، خبريالان بايد معلوماتو ته د لاسرسي تر څنګ ځاني او مالي امنيت هم ولري.

د  افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې رییس حجت الله مجددي په دې باور دی، چې په هېواد کې د رسنیو او خبریالانو وضعیت مخ پر ښه کېدو دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې له وروستيو سياسي تحولاتو وروسته په مرکز او ولايتونو کې يو شمېر غږيزو او انځوریزو رسنيو د مالي ستونزو او بېلابېلو لاملونو له کبله خپل فعاليتونه وځنډول؛ خو په تېرو دوه کلونو کې يو شمېر رسنيو بېرته خپلې خپرونې پیل کړې.

تازه خبرونه

په هرات کې د زعفران ګل نهمه ملي ننداره جوړه شوه

اوس‌مهال د هرات کروندګر د زعفرانو د حاصلاتو پر راټولولو اخته دي.

Published

on

په دې ملي ننداره کې د زعفرانو د پروسس شاوخوا څلویښت شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړل.

اوس‌مهال د هرات کروندګر د زعفرانو د حاصلاتو پر راټولولو اخته دي.

د هرات د کرنې ریاست ويلي، په دې ولایت کې شاوخوا ۹ زره ۵۰۰ هکټاره ځمکه د زعفرانو تر کښت لاندې ده او ښایي، چې سږ کال به له ۴۰ ټنو زیات زعفران راټول شي.

د هرات په غوريان، پښتون زرغون، کرخ، زنده جان، انجيل او ګذره ولسواليو کې کروندګرو تر ټولو زيات زعفران کرلي دي.

په روان کال کې د هرات د کرنې ریاست د مرستندویه بنسټونو پر همکارۍ د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې شاوخوا ۱۲۴ ټنه د  زعفران پیاز وېشلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی پاکستان ته سفر کوي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ نن په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې کابلوف به د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آمنه بلوچ او د افغانستان او لویدیځې آسیا د چارو له مرستیال احمد نسیم ورایچ سره وګوري.

Published

on

اسلام‌آباد څرګنده کړې، چې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف به نن (پنجشنبه) د افغانستان پر وضعیت د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ نن په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې کابلوف به د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آمنه بلوچ او د افغانستان او لویدیځې آسیا د چارو له مرستیال احمد نسیم ورایچ سره وګوري.

بلوچ زیاته کړې؛ دواړه خواوې به د افغانستان پر وضعیت بیاکتنه وکړي او د سیمې  د سولې او ثبات په وده کې به د ګاونډ هېوادونو دریځ ته پام راواړوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران ۱۰۰۰ افغان بندیان افغانستان ته سپاري

د ایران د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو او بشري حقونو مرستیال عسکر جلالیان ویلي: په پام کې ده، چې په راتلونکیو دوه میاشتو کې ۱۰۰۰ افغان بندیان بېرته خپل هېواد ته واستوو، چې وکولی شي په خپل هېواد کې د بند پاتې وخت تېر کړي. په دې تبادله کې د ایران دریځ د بشري او بشري حقوقو پر اصولو او اصل ولاړ دی.

Published

on

د ایران د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو او بشري حقونو مرستیال او د بندیانو د انتقال د کمیټې مشر د اسلامي امارت له چارواکو سره د بندیانو د بیرته ستنېدو په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته راغلی دی.

اسلامي امارت وايي، چې دغه پلاوی کابل ته رارسېدلی او خبرې اترې روانې دي.

ټاکل شوې، چې دغه ۱۰۰۰ بندیان په دوه میاشتو کې هېواد ته راستانه شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دغه پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په برخه کې یو اغېزمن ګام وباله.

د ایران د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو او بشري حقونو مرستیال او د بندیانو د انتقال د کمیټې مشر هم افغانستان ته له خپل سفر وروسته رسنیو ته ویلي، چې په دوه میاشتو کې به ۱۰۰۰ افغان بندیان بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د ایران د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو او بشري حقونو مرستیال عسکر جلالیان ویلي: په پام کې ده، چې په راتلونکیو دوه میاشتو کې ۱۰۰۰ افغان بندیان بېرته خپل هېواد ته واستوو، چې وکولی شي په خپل هېواد کې د بند پاتې وخت تېر کړي. په دې تبادله کې د ایران دریځ د بشري او بشري حقوقو پر اصولو او اصل ولاړ دی.

په ورته وخت کې به ایراني بندیان له افغانستان څخه هغه هېواد ته انتقال شي.

افغانستان او ایران په ۲۰۰۵ ز. کال کې د بندیانو د انتقال تړون لاسلیک کړی او اسلامي امارت هم دا  رسمي تړون منلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې ایران یو شمېر افغانان اعدام کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!