تازه خبرونه
حکومت په هېواد کې د ۱۲ سړخونو د جوړولو چاري پیل کړي

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد د صادرا تو د پرا خیتا لپاره سوداګریزې سړ خونې مهمې بولي؛ خو وایي، چې که د اپروژه د خصوصي سکتور له خوا پلي شوي وای، نو ښه به وه.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو څرګنده کړې، چې د کورنیو کرنیزو محصولاتو د ساتنې او مارکیټونو ته یې د رسونې لپاره سترو سوداګریزو سړخونو ته اړتیا ده، چې افغان حکومت په تېرو دوه لسیزو کې د دغو سړخونو پر جوړولو بریالی شوی ندی.
دوۍ وايي، که څه هم اوس د ملي پراختیا شرکت د دغو خونو د جوړولو چارې پیل کړي؛ خو که دا د خصوصي سکتور لخوا تر سره شوې واي؛ ستونزه به يي کمه وه.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال شفیق الله عطايي وایي: مونږ د کورني تولید د څارنې او ساتنې لپاره لویو سوداګریزو سړخونو ته اړ تیا لرو او حکومت يي اوس کار پیل کړی دی. مونږ خوښ یو؛ خو که د اپروژه د خصوصي سکتور له خوا پلي شوي واي، نو ښه به وه.
د هېواد د ملي پرا ختیا شرکت مسوولینو ويلي، چې په ۱۲ ولایتونو کې يي د سترو سوداګریزو سړخونو کارونه پیل کړي او نږدې یو نیم ميلیارد افغانۍ به يې پر جوړیدو ولګیږي.
د ملي پراختیا شرکت ویاند محمد مصطفی نوید وایي: مونږ د هېواد په ځینو کرنیزو او سرحدي ولایتونو کې د لویو سوداګریزو سړخونو کارونه پیل کړي، چې د نړیوال معیار له مخې به يي چارې تر سره شي.
د اقتصادي چارو کارو پوهانو په ډاګه کړې، چې افغان حکومت پر سرحدي او هغو ولایتونو، چې لوړ کرنیز محصولات لري؛ باید پخوا دغه سړخونې جوړې کړې وای، چې د کورنيو تولیداتو د بازار موندنې ستونزې نه رامنځته کیدې.