تازه خبرونه
حکومت تر دې دمه ۵۵۰ طالب بندیان خوشي کړي

د ولسمشرۍ د کب میاشتې د ۲۰ نېټې له فرمان سره سم تر دې دمه د هېواد له ۱۸ ولایتونو څخه ۵۵۰ طالب بندیان خوشي شوي دي.
د ولسمشرۍ د ملي امنیت شورا د څرګندونو له مخې؛ یاد زندانیان د هغوی د عمر، روغتیایي وضعیت او د بند پاتې وخت ته په پاملرنه، له کرونا ویروس سره د غوره مبارزې او د سولي بهیر د پرمختګ په نیت خوشي شوي دي.
د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ خوشي شویو طالب بندبانو او د دوی د قطر دفتر ژمنه کړې، چې له خلاصیدو وروسته به بېرته جنګ ته نه ورګرزي.
دوی دا هم ویلي؛ دا لړۍ به د هېواد په کچه روانه وي، چې د ولسمشر له فرمان سره سم به تر۱۵۰۰ پورې طالب بندیان آزاد شي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ یو ځل بیا له امریکایانو سره د سولې د شوې هوکړې له مخې د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو پر خوشې کولو او بیا خپلمنځي خبرو ټینګار کړی، چې په دې اړه د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ هم د قطر له امیر سره غږیدلی او هم یې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د راکمولو غوښتنه کړې ده.