تازه خبرونه

حکومت له بېوزلو سره د مرستې چټګې هڅې پیل کړي

Published

on

ولسمشر ویلي، چې دا ځل به د بټیاریو، جوماتونو او ولسوالیو د شوراګانو له لارې اړو خلکو ته مرستې ورسول شي.

 ولسمشر غني په یوه تلویزیوني وینا کې له کورونا ویروس سره د مبارزې د چټکوالي او تازه ګامونو د اوچتولو یادونه کړې او څرګندوي، چې له بحران څخه د وتلو یوازنۍ لار روغتیايي سپارښتنو ته پوره پاملرنه ده.

هغه دا هم په ډاګه کړه، چې په دې سختو شرایطو کې له اړو کورنیو سره د مرستې جدي پلانونه د پلیکیدو په حال کې دي.

ولسمشر د کورونا ویروس د خوریدو د مخنیوي چارې د قناعت وړ بللې او ټينګار یې کړی، چې دا حالت باید همداسې وساتل شي، چې د ناورین مخنیوی وشي.

ولسمشر له خلکو وغوښتل، چې د کورونا ویروس د ماتولو لپاره یې مرستې ته اړتیا ده او وایي، خلک باید له حکومت سره اوږه پر اوږه ودریږي او همکاري ترې ونسپموي.

د ولسمشر د څرګندونو له مخې؛ ځينې داسې پروژې شته، چې له مخې به یې ګڼ کسان په داسې شرایطو پر کار بوخت شي، چې د کار کولو پرمهال به مناسب واټن لري او د کورونا ویروس له خطره به هم خوندي وي.

Trending

Exit mobile version