تازه خبرونه
حکومت د جاوید زمان د احتجاج کوونکیو خیمه ټوله کړه او پر غوښتنو یې غورکوي
په جلال آباد کې د جاوید زمان پلویانو د حکومت د استازیو په غوښتنه د احتجاج خیمه په دې شرط ټوله کړه، چې حکومت به د جاوید زمان په اړه د احتجاج کوونکیو پرغوښتنو غورکوي.
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ټاکنو خپلواک کميسیون مخې ته د جاویدزمان پلویانو د احتجاج خیمه وهلې وه او له ټاکنیزو کمیسیونو څخه یې په ټاکنیز نوملړ کې د جاویدزمان د بېرته داخلولو غوښتنه کوله.
د احتجاج پردرېیمه یعنې د تېرې شنبې پر ورځ یوه پلي ځانمرګي احتجاج کوونکي خیمې ته د ننوتلو هڅه وکړه؛ خو د پلټنې په ځای کې یې له پېژندلو وروسته چاودنه رامنځته کړه، چې په کې دوه کسان ووژل شول او پېنځه نور یې ټپیان کړل.
په ننګرهار کې د سولې د شورا شورا مشر ملک نظیربابا له دې برید یوه ورځ وروسته، د یکشنبې پر ورځ د ولایتي ادارې په غوښتنه له حکومتي استازيو سره د جاویدزمان د پلویانو خیمې ته ولاړل او له احتجاج کوونکیو یې وغوښتل، چې احتجاج پای ته ورسوي.
د جاوید زمان پلویانو په دې شرط د لنډ مهال لپاره د احتجاج خیمه ټوله کړه، چې ولسمشر به د ننګرهار له مخورو سره د جاوید زمان غمشریک د ستونزې د حل لپاره ناسته کوي او حکومت به د احتجاج کوونکیو پرغوښتنو غور کوي.
د ولسي جرګې د نوماندانو له نوملړه لیرې شوی جاویدزمان غمشریک وايي، د ولس هرې پرېکړې ته درناوی کوم.
هغه زیاته کړه؛ باوری یم، چې که عدالت ونشي پلویان یې نه ارمېږي.
د جاوید زمان له پلویانو څخه د خیمې ټولولو غوښتنې له هغې وروسته ډېرې شوې، چې دغلته د امنیتي تهدید راپورونه زیات شول؛ خو احتجاج کوونکي وايي، که عدلت ونشي په نورو ځایونو کې به خیمې ودروي.
خبریال: رحمت الله زیارمل
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه13 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
لوبی1 day ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
سوداگري1 day ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول
-
نړۍ11 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول