تازه خبرونه
حکومت طالبانو ته د ځانګړیو سیمو د پریښودو هڅې پیل کړي
د ولسي جرګې ځینې غړي وایي؛ حکومت طالبانو ته د هېواد د ځینې سیمو د پریښودو هڅه کوي، چې دا نه یوازې د خلکو او افغان ځواکونو له وینو سره ستر خیانت دی، بلکې هېوادنۍ لاسته راوړنې مو باید د سولې له خبرو قرباني نشي.
د طالبانو له درې ورځني اوربند وروسته اوس دغه ډله د برید په حال کې ده او د سولې لپاره شویو هڅو هم پایله نه ده ورکړې.
د ولسي جرګې غړي وایي، حکومت باید طالبانو ته سیمې ونه سپاري؛ ځکه له دې سره به ستونزې حل نه، بلکې ډېرې شي.
د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري وایي: طالبانو ته د ځینو سیمو د سپارلو هڅې روانې دي، چې دا کار د افغان ځواکونو له وینو سره خیانت دی. دا څنګه کیدی شي، چې په څو ساعتونو کې د جلریز ۱۶ پوستې ونیول شي؟ په داسې حال کې، چې دا پوستې ورپریښودل شوي دي.
په ولسي جرګه کې د بدخشان استازی عبدالطیف پدرام څرګنده کړې، چې: مونږ سوله غواړو؛ خو په اړه یې هر راز قربانۍ ته حاضر نه یو. څنګه سیمې وسلوالو مخالفانو ته وسپارو؟ حکومت غواړي د خبرو لپاره سیمې طالبانو ته خوشې کړي.
دغه راز په ولسي جرګه کې د بدخشان ښځینه استازې فوزیه کوفي وایي: د سولې د خبرو جزئیات باید له خلکو او ملي شورا سره یاد شي؛ پټې هوکړې، چې د خلکو غوښتنه نده باید تر سره نشي.
د ولسي جرګې رییس وایي، چې د سولې په خبرو کې هر ډول پټه معامله خلکو ته د منلو نه ده او حکومت دې له دې قضیې سره څرګند چلند وکړي.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وایي، له طالبانو سره باید پټه معامله ونشي؛ ځکه دا به د ده په خبره ستر مخالفتونه راوپاروي.
ښاغلي ابراهیمي زیاته کړې، چې: مونږ د سولې غوښتونکي یو؛ ځکه دا د خلکو بنسټیزه اړتیا ده، خو هغه سوله، چې ګونګه وي او جزئیات یې له خلکو پټ وي د منلو وړ نده. د حکومت او مخالفانو وړاندیزونه باید ښکاره او څرګند وي.
د ولسي جرګې غړي وایي، د افغانستان جګړه بهرنۍ ریښې لري او تر هغې، چې د نړیوالې ټولنې د فشارونو په پایله کې دغه ریښې وچې نشي، په لنډمهال کې به د سولې بهیر پایله ورنکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان د سولې او اوربند غوښتنه رد کړې او ټینګار کوي، چې بهرني ځواکونه باید له هېواده ووځي.
خبریال: رفیع صدیقي
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ