تازه خبرونه
حکومت ۹۰۰ نورطالب بندیان هم خوشي کړل

د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي؛ دا کار یې د اوربند د غزیدو او بین الافغاني خبرو د پيل په موخه کړی او طالبانو هم د دولتي بندیانو د خوشې کولو ډاډ څرګند کړی دی.
د افغانستان حکومت په تازه پرېکړه کې ۹۰۰ طالب بندیان د هېواد له ۱۹ زندانونو خوشي کړي دي.
له ۹۰۰ طالب بندیانو څخه ۵۸۱ یوازې د بګرام د زندان دي.
یو خوشې شوي بندي آریانا نیوز ته ویلي، چې لږ تر لږه شپاړس کاله بند یې تېر کړی دی.
— Office of the National Security Council (@NSCAfghan) May 26, 2020
که څه هم د جګړې میدان ته د دغو کسانو د بېرته تلو په اړه اندېښنې شته؛ خو دغو کسانو د هغه ژمنلیک په پای کې ګوته ایښې، چې د دولت په باور د جګړې میدان ته د دوی د بېرته تلو مخه نیسي.
یو شمېر راخوشې شویو بندیانو د راتلونکې ژوند په اړه پوښتنو ته په ځواب کې ویلي، چې د سیاسي مشرانو د پرېکړې له مخې به عمل کوي؛ خو یو شمېر نور بیا وایي، چې که بهرنیان له هېواده ونه وځي جګړې ته به دوام ورکړي.
محمدالله نومي، چې شپاړس کاله زندان یې تېرکړی؛ تراوسه هم د جګړې فکر لري او څرګندوي؛ که امریکایان له هېواده ونه وځي، بېرته به وسلې ته لاس کړي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي، د دغو بندیانو له خوشي کیدو سره باید طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي او د افغانانو ترمنځ خبرې پيل شي.
د حکومت له زندانونو د خوشی شویو طالب بندیانو شمېر ۲۰۰۰ ته ورسید. طالبانو هم نږدې ۲۰۰ دولتي بندیان خوشي کړي او وایي دا بهیر به چټک شي.
له امریکا سره د سولې راوستو د هوکړې له مخې طالبانو د درې زره نورو طالب بندیانو غوښتنه کړې او څرګندوي، چې د دغو بندینو له خوشې کیدو وروسته به د اوربند په اړه خپلمنځي خبرې پیل شي؛ خو حکومت د ټولو بندیانو له خوشې کیدو مخکې پر خپلمنځي خبرو او اوربند ټینګار کوي.