تازه خبرونه

حکومت په تېرو دوه ورځو کې ۳۱۷ طالب بندیان خوشې کړي

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي؛ افغان حکومت په تېره دوه ورځو کې ۳۱۷ طالب بندیان له پروان او نورو ولایتونو خوشې کړل، چې له دې سره د ټولو خوشې شویو هغو شمېر ۴۹۱۷ ته رسیدلی دی.

یادې شورا زیاته کړې، چې تر دې دمه ۳۱۷ طالب بندیان خوشې شوي او دا بهیر به د ۵۱۰۰ طالب بندیانو تر خلاصولو روان وي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر اشرف غني د جمعې پر ورځ د اختر له لمانځه وروسته علان وکړ، چې د اختر تر څلورمې به ۵۰۰ بندیان خوشې شي؛ خو دا به د طالبانو د هغه نوملړ له مخې نه وي، چې په کې د ۵۰۰۰  بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه شوې ده.

افغان حکومت د طالبانو په یاد نوملړ کې ۴۰۰ بندیان خطرناک نومولي او د هغو د خلاصون لپاره یې د مشورتې جرګې پرېکړه اړینه ګنلې ده.

د دې ډلې خوشې کول نه یوازې د افغان چارواکو، بلکې د غربي متحدینو او دیپلوماتانو تر منځ هم اندېښنې راپورته کړې دي.

رویترز څرګنده کړې، چې ځینې لویدیځو متحدینو هم د ۴۰۰ بندیانو څخه د ۲۰۰ خوشې کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

په کابل کې یوه غربي ډیپلومات ویلي: امریکایان او د هغوی متحدین موافق دي، چې د د یو شمېر بندیانو خوشې کول به لیونتوب وي. افغان ځواکونو دوی د بشر ضد جرمونو په لړ کې د ځینو جنایتونو په ترسره کولو سره نیولي دي.

رویترز په ډاګه کړې؛ له ۴۰۰ بندیانو څخه لږ تر لږه ۲۰۰ یې د افغانستان د حکومت لخوا پر سفارتونو، عامه عامه ځایونو او دولتي دفترونو د بریدونه کړي او پر ۲۰۱۷ په کابل کې د آلمان سفارت پر نښه شوی. دوی د د زرګونه ملکي وګړیو پر وژنو او چاودنو تورن شوي دي.

د طالبانو دوه سرچینو او یوه پخواني جګپوړي افغان چارواکي ویلي؛ د حقاني شبکې جګپوړي غړي، چې له طالبانو سره اړیکې لري هم په دې ډله کې دي.

Trending

Exit mobile version