Connect with us

تازه خبرونه

حکومت د طالبانو پاتې ۴۰۰ ناندریز بندیان خوشې کوي

خپور شوی

د

د سولې مشورتي لویې جرګې غړیو د یکشنبې پر ورځ د زمري ۱۹ د طالبانو د پاتې ۴۰۰ بندیانو خوشې کول تائید کړل.

ولسمشرغني د سولې مشورتي لویې جرګې په پای کې په ډاګه کړه، چې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو حکم به نن لاسلیک کړي.

ولسمشر غني طالبانو ته په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه؛ انتخاب د طالبانودی. نن باید طالبان وښیي، چې د سرتاسري اوربنده نه وېریږي او د اوربند لپاره د لویې جرګې غوښتنه پلې کوي.

ولسمشر غني د حکومت د هغو بندیانو د خوشې کولو غږ هم پورته کړ، چې په دنده کې د بې پروایۍ له کبله نیول شوي وه.  

د ملي پخلاینې عالی شورا مشر ویلي، چې جرګې خنډونه لیرې کړل؛ نور، نو د خبرو د پیل لپاره کوم خنډ نشته او مونږ د خبرو د پیل په درشل کې یو.

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي: د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کیدو وروسته، چې هیله من یو ولسمشر یې پلی کوی او مرکچي پلاوی مو د معصوم ستانکزي په مشرۍ خبرې پیلوي. خبرې حوصله غواړي؛ وخت او تدبیر غواړي، چې اوس ټول چمتو شوي دي.

په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې د ۳۴۰۰ استازیو په ګډون له درې ورځو خبرو او بحث وروسته خپل پېنځه ویشت ماده ییز پرېکړه لیک اعلان کړ، چې په کې د افغانستان دولت، وسلوالو طالبانو او نړیوالې ټولنې ته د ټینګار وړ سپارښتنې او وړاندیزونه شوي دي.

په  پرېکړه لیک کې راغلي:

 

۱ . د مشورتي لويې جرګې غړي تلپاتې او با عزتې سولې ته د رسویدو په خاطر د سوولې له بهیر څخه، چې په هېواد کې د امنیت او ثبات لامل ګرځي؛ هرکلی او ملاتړ کوي.

۲. جرګه د سولې مذاکراتو د پیل په وړاندې د شته خنډونو د لیرې کولو، د وينوله تويدلو څخه د مخنیوي او همداراز د وګړیو د مصلحت او خیر لپاره، د طالبانو ۴۰۰ بنديانو د خوشي کیدو نظر تائیدوي.

۳. که  د بنديانو په منځ کې بهرني اتباع وي، د بهرني بنديانو له هېوادونو څخه له معتبرو ضمانتونو وروسته خپلو اړوند هېوادونو ته وسپارل شي.

۴. بايد ډاډ ترلاسه شي، چې د دغو بنديانو له خوشي کېدو سره سم؛ مستقیم مذاکرات له کومې پلمې پرته ژر تر ژره پیل کېږي.

۵. جرګه په جدي توګه په هېواد کې د دوامداره او فوري اوربند د ټینګښت غوښتونکې ده او له نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امريکا متحده ايالتونو څخه غواړي، چې د افغانستان له خلکو سره پر خپلو کړيو ژمنو عمل وکړي.

۶. د افغانستان ملت او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته دې ډاډ ورکړ شي، چې له بند څخه خوشي شوي بنديان بیا ځل د جنګ ډګر ته نه ستنیږي او د دوی کړنې دې وڅارل شي.

۷. دې ته په پاملرنه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د طالب بنديان خوشي کولو لپاره اقدام کوي، جرګه له طالبانو څخه غواړي، چې د دولت د ټولو ملکي او نظامي بنديانو په وړاندې خپل مکلفیت ادا او بنديان دې ژر تر ژره خوشي کړي.

۸. د غوښتنې په صورت کې د هغو کسانو حق العبدی دې خوندي وي، چې د خوشي شويو طالبانو لخوا متضرره شوي دي.

۹. مونږ له نړيوالې ټولنې څخه غواړو د هغو هېوادونو له لاسوهنوڅخه، چې د هېواد په بې ثباتۍ کې په مستقیمه او يا غیر مستقیمه توګه ښکېل دي او يا له تروريستي ډلو څخه ملاتړ کوي، مخنیوی وکړي.

۱۰. په داسې حال کې، چې د سولې هلې ځلې دوام لري؛ د دې جرګې غړي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او له طالبانو څخه غواړي، چې وسلوال تاوتريخوالی ودروي او ټول اختلافات دې د خبرو اترو له لارې حل او فصل کړي. د افغانستان ملت به د هغه لوري په وړاندې، چې د تاوتريخوالې پر روان ساتلو ټینګار کوي؛ پرېکنده پرېکړه کوي.

۱۱. د سولې په بهیر کې بايد اسلامي ارزښتونه، د عالمانو رول، د دولت اساسي بنسټونه، ولسواکي او په تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان د خلکو لاسته راوړنې خوندي او پیاوړې شي.

۱۲. د سولې په مذاکراتو کې د ولسواکۍ او جمهوريت اصول او د اتباعو اساسي حقونه، په ځانګړي توګه د قومي، ديني او مذهبی لږکیو سیاسي موقعیت او حقونه، چې د اساسي قانون په دوم فصل او د دې قانون په نورو مواردو کې تسجیل شوي، تر پښو لاندې نشي.

۱۳. د سولې مشورتي لويې جرګې غړي ټینګار کوي، چې په هېواد کې ښځي د وګړیو د نیمې برخې په توګه له خپل حقوقي او سیاسي دریځه برخمنې وي او د سولې بهیر په ټولو پړاوونو کې رغنده رول او ونډه ولري.

۱۴. د مشورتي لويې جرګې غړي په دې عقیده دي، چې اساسي قانون يوه ملي وثیقه ده او بايد خوندي شي؛ خو د اړتیا په صورت کې اساسي قانون د همدې قانون د تعديل د میکانیزم پر بنسټ د تعديل وړ دی.

۱۵. د لويې جرګې غړي وړانديز کوي، چې د ملي پخلاینې عالي شورا په جوړښت کې د ملي مشارکت اصول رعايت او د دې شورا په ترکیب کې ملي شخصویتونه، سیاسي رهبران، ديني عالمان، قومي مشران، ښځې، ځوانان، مدني ټولنې او نور قشرونه شامل شي. د سولې بهیر د ولسي کولو په موخه د دې بهیر فعالیتونه دې د ولايتونو په کچه وغزول شي.

۱۶. جرګه د سولې بهیر پر روڼتیا ټینګار کوي او تمه لري، چې د ملي پخلاینې عالي شورا او خبرې کوونکی پلاوی د افغانستان خلکو ته د دې بهیر په اړه پر وخت معلومات وړاندې کړي.

۱۷. د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه، چې د هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتونکیو په توګه پېژندل کیږي بايد نور هم پیاوړي او ترې ډېر ملاتړ وشي. په ورته وخت کې دې د امنیتي ادارو د شهیدانو ورثه او د تروريستي پېښو قربانیانیو ته رسیدته وشي.

۱۸. جرګه ټینګار کوي؛ له طالبانو سره د مذاکراتو په لړ کې دې پر روښانه میکانیزمونو، چې د اجتماعي نظم، د تاسیساتو او بېخبناوو د امنیت او ثبات باعث ګرځي؛ همغږي رامنځته شي، چې د خلکو اندېښنې له منځه ولاړې شي.

۱۹. د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته، چې د افغانستان د ملت وياړ دي، د درناوي په موخه دولت ته وړانديز کوو ترڅو دولت دې پرته د وطن سره د خیانت په جرم د هغو امنیتي او دفاعي منسوبینو د حبس پاتې موده وبښي، چې د جمهوري رياست د عالي مقام په صلاحیت کې وي. سربیره پر دې هغه کسان، چې له طالبانو سره د اړيکو د اتهام په جرم محکوم شوي د بښنې په فرمان کې شامل شي.

۲۰. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت موظف دی، چې د ملي منافعو په رڼا کې ځانګړې لارښوونې وړاندې او د مذاکره کوونکي پلوي د پیاوړتیا او ښه والي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي. د سولې د بهیر په ټولو پړاوونو کې دې د ښځو حضور تقويه شي.

۲۱. جرګه ټینګار کوي، چې د افغانستان اسلامي جمهوريت او طالبانو تر منځ دې د مذاکراتو لپاره لازم شرایط په هېواد کې دننه برابر شي؛ ځکه، چې دواړه لوري افغانان دي، کنه پرته له دې  دې مذاکرات په درېيم بې پرې هېواد کې ترسره شوي. مذاکرات بايد مستمر او دوامداره وي او په هیڅ دلیل دې د دغې لړۍ مخه نه نیول کېږي.

۲۲. د جرګې غړي د نړيوالې ټولنې او بیا په ځانګړي توګه د امريکا له مرستو او ملاتړه مننه کوي. په عین وخت کې د جرګې غړي له هېوادونو او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کوي، چې پخپلو ژمنو عمل وکړي او خپل ملاتړ او مرستو ته د مذاکراتو په بهیر کې او د سولې له تړون څخه وروسته روانې وساتي.

۲۳. له اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاريو له سازمان، په ځانګړې توګه د افغانستان له ګاونډ هېوادونو څخه هیله لرو، چې د افغانستان له خلکو سره د تلپاتې سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي او خپله اسلامي وجیبه د افغانستان د مجاهد ملت د بې سارو قربانیو په وړاندې تر سره کړي.

۲۴. د مشورتي لويې جرګې غړي د سولې په بهیر کې د اړينو مشورو او همکاريو د وړاندې کولو لپاره بشپړ چمتوالی لري او دولت بايد د سولې د بحثونو د دوام لپاره، چې لومړيتوب لري د سولې د مشورتي لويې جرګې له موجوده ظرفیت څخه سمه ګټه پورته کړي.

۲۵. څرنګه، چې د جرګې غړيو په خپلو کمیتو کې په مختلفو برخو کې مشخص او تفصیلي وړانديزونه کړي، چې دولت لپاره په راتلونکې کې ګټور دي، دغه وړانديزونه دې د دې پرېکړه لیک د ضمېمې په توګه د جمهوري رياست عالي مقام ته واستول شي، چې د دغو وړانديزونو په اړه اړوند ادارو ته لازمې لارښونې وشي.

پر مقدمې سربېره دغه پرېکړه لیک ۲۵ بندونه لري، چې د ۱۳۹۹ لمريز کال د زمري پر ۱۹ د سولې مشورتي لويې جرګې د غړیو لخوا صادر شو.

د  سولې مشورتي لویې جرګې غړي تمه لري، چې پرېکړه لیک به یې د سولې او مذاکراتو لپاره د لارې د نقشې په توګه ګام په ګام عملي کیږي.

تازه خبرونه

د ناروې سفارت چارسمبالي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شېر محمد عباس ستانکزي له البرټ ایلساس سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او بشري مسایلو خبرې وکړې او په دې کتنه کې دواړو لورو هیله څرګنده کړه، چې د متقابل عمل په دوام به ستونزې اوارې شي.

Published

on

له هغې وروسته، چې ناروې له اسلامي امارت سره ډیپلوماټیکې اړیکو له کمي خبر ورکړ؛ په افغانستان کې د ناروې سفارت مشر کابل ته راغی او د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شېر محمد عباس ستانکزي له البرټ ایلساس سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او بشري مسایلو خبرې وکړې او په دې کتنه کې دواړو لورو هیله څرګنده کړه، چې د متقابل عمل په دوام به ستونزې اوارې شي.

څه مخکې د ناروې بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د اسلامي امارت له لوري د نجونو لپاره د طبي موسسو د تړلو په غبرګون کې غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې کمې کړي. اوس د افغانستان لپاره د ناروې د سفارت چارسمبالي کابل ته کړی، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره له نږدې خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي له البرټ ایلساس سره په کتنه کې د افغانستان او ناوري ترمنځ د سیاسي اړیکو پیاوړتیا مهمه وګڼله او د کابل او اوسلو ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو هیله څرګنده کړه، چې د متقابل عمل دوام به د شته ستونزو لپاره د «رغنده حل لارې» لامل شي.

دا لیدنه په داسې حال کې تر سره کېږي، چې ناروې په کابل کې سفارت نلري او په افغانستان کې د دې هېواد ډیپلوماټیک ماموریت د قطر له پلازمېنې دوحې څخه اداره کېږي. له بلېخوا د سپټمبر پر دولسمه په ناروې کې د افغانستان د سفارت د فعالیتونو له ځنډولو وروسته د ناروې بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې هېواد به یې د اسلامي امارت سفیر ونه‌مني.

Continue Reading

تازه خبرونه

ټاکل شوې په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین نوی کمپاین پیل شي

دې بنسټ دا ندي ویلي، چې په کومو ولایتونه به پیل شي او یا به د واکسین دا کمپاین څو ورځې روان وي.

Published

on

له "پولیو څخه پاک افغانستان" بنسټ خبر ورکړی، چې د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي درېیمه / د ډسمبر درویشتمه به د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین نوی پړاو پیل شي.

دې بنسټ دا ندي ویلي، چې په کومو ولایتونه به پیل شي او یا به د واکسین دا کمپاین څو ورځې روان وي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازني دوه سیمې دي، چې د پولیو ناروغي په کې له منځه نده تللې.

د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر پر څلورمه د روغتیا نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د ګوزڼ په پېښو کې ۲۸۳ سلنه زیاتوالی ښودلی و. د روغتیا نړیوالې ټولنې په ۲۰۲۴ ز. کال کې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس لومړی ډول لپاره ویلي وه، چې د مثبت چاپېریال نمونو شمېر د ۲۰۲۳ د ۶۲ پیښو پر پرتله ۸۴ ته رسیدلی.

د عامې روغتیا وزارت د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې ادعا وکړه، چې په روان کال  کې د پولیو کومه نوې پېښه نده ثبت شوې.

Continue Reading

تازه خبرونه

په پروان ولایت کې ۵ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه

د اسلامی امارت عدلیې وزارت ویاند زیاته کړې؛ تخنيکي پلامي په دې سفر کې ۵ زره جریبه ځمکه د یوزباشي د اوسیدونکیو د اعتراف له مخې دولتي تثبیت او تشخیص کړه او پرېکړه یې وکړه، چې په دې برخه کې لازم اجرآات ترسره شي.

Published

on

د پروان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي پلاوي تېره اوونۍ د غصب شويو ځمکو د ارزونې لپاره د دې ولایت د بګرام ولسوالۍ یوزباشي سیمې ته سفر وکړ.

د اسلامی امارت عدلیې وزارت ویاند زیاته کړې؛ تخنيکي پلامي په دې سفر کې ۵ زره جریبه ځمکه د یوزباشي د اوسیدونکیو د اعتراف له مخې دولتي تثبیت او تشخیص کړه او پرېکړه یې وکړه، چې په دې برخه کې لازم اجرآات ترسره شي.

د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د دولتي ځمکو د ارزونې، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې روان دی او د غصب شویو زرګونه جریبو دولتي ځمکو دوسیې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمیسیون او په ولایتونو کې د یاد کمیسیون د تخنیکي پلاویو تر ارزونې لاندې دي.

 ویل کیږي، چې د دولتي ځمکو د غصب د ارزونې بهیر د کابل په ګډون په ټول هېواد کې روان دی. 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!