تازه خبرونه
حکومت د طالبانو له اختریز اوربنده هرکلی څرګند کړ

د افغانستان حکومت د لوی اختر په ورځو کې د طالبانو له درې ورځني اوربنده هرکلی وکړ او اعلاموي، چې د افغانستان امنیتي ځواکونه به هم اوربند مراعت کړي.
د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې د افغانستان حکومت د طالبانو له درې ورځني اوربنده هرکلی کوي او د ولسمشر د سپارښتنې له مخې افغان ځواکونه اړ دي، چې درې ورځنی اوربند مراعت کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان خلک د تلپاتې اوربند هیله من او د خپلمنځي خبرو د پیلولو غوښتونکي دي.
د ولسمشرۍ د ویاند د څرګندونو له مخې؛ تر هغې، چې طالبان اوربند مات نکړي؛ افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونه به هم د طالبانو پر وړاندې عملیات نکوي.
د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي رولاند کوبیا د طالبانو لخوا د اوربند له اعلان وروسته دا کار د سولې په خبرو کې یو پرمختګ ونوماوه او څرګندوي، چې دا دسولې خبرو پر لوري یو نږدې ګام دی.
نوموړي زیاته کړې؛ اروپایي ټولنه د څو ورځني اوربند پر ځای د اوږده اوربند هیله منه ده او غواړي، چې طالبان د اوربند غزولو ته وهڅوي. د افغانستان خلک نه یوازې سوله غواړي، بلکې باید ترې برخمن هم شي.
دغه راز ولسمشر اشرف غني غرمه مهال د سام په ویدیوي ناسته کې له طالبانو وغوښتل، چې په اختر کې اوربند وکړي.
اشرف غني د سام په څلورمه ناسته کې وښوده، چې حکومت د سولې لپاره د دوحې د هوکړې له مخې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوږشې کول هم بشپړوي.
هغه دا هم ویلي، چې له دې وروسته مونږ پرته له خنډه د پراخ او هراړخیز اوربند هیله من یو.
نوموړي له طالبانو وغوښتل، چې خپلمنځي خبرو ته دې راودانګي او دغه اوربند د راتلونکي لپاره ښه زیری لري.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو نن مازیګر د لوی اختر په ویاړ درې ورځنی اوربند اعلان کړ او له ښکېلو خواوو یې غوښتي، چې په خپلو سیمو کې اختر ونمانځي او ترې خوند واخلي.