Connect with us

تازه خبرونه

حکومت د طالبانو له اختریز اوربنده هرکلی څرګند کړ

خپور شوی

د

د افغانستان حکومت د لوی اختر په ورځو کې د طالبانو له درې ورځني اوربنده هرکلی وکړ او اعلاموي، چې د افغانستان امنیتي ځواکونه به هم اوربند مراعت کړي.

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې د افغانستان حکومت  د طالبانو له درې ورځني اوربنده هرکلی کوي او د ولسمشر د سپارښتنې له مخې افغان ځواکونه اړ دي، چې درې ورځنی اوربند مراعت کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان خلک د تلپاتې اوربند هیله من او د خپلمنځي خبرو د پیلولو غوښتونکي دي.

د ولسمشرۍ د ویاند د څرګندونو له مخې؛ تر هغې، چې طالبان اوربند مات نکړي؛ افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونه به هم د طالبانو پر وړاندې عملیات نکوي.

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي رولاند کوبیا د طالبانو لخوا د اوربند له اعلان وروسته دا کار د سولې په خبرو کې یو پرمختګ ونوماوه او څرګندوي، چې دا دسولې خبرو پر لوري یو نږدې ګام دی.   

نوموړي زیاته کړې؛ اروپایي ټولنه د څو ورځني اوربند پر ځای د اوږده اوربند هیله منه ده او غواړي، چې طالبان د اوربند غزولو ته وهڅوي. د افغانستان خلک نه یوازې سوله غواړي، بلکې باید ترې برخمن هم شي.  

دغه راز ولسمشر اشرف غني غرمه مهال د سام په ویدیوي ناسته کې له طالبانو وغوښتل، چې په اختر کې اوربند وکړي.

اشرف غني د سام په څلورمه ناسته کې وښوده، چې حکومت د سولې لپاره د دوحې د هوکړې له مخې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوږشې کول هم بشپړوي.

هغه دا هم ویلي، چې له دې وروسته مونږ پرته له خنډه د پراخ او هراړخیز اوربند هیله من یو.

نوموړي له طالبانو وغوښتل، چې خپلمنځي خبرو ته دې راودانګي او دغه اوربند د راتلونکي لپاره ښه زیری لري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو نن مازیګر د لوی اختر په ویاړ درې ورځنی اوربند اعلان کړ او له ښکېلو خواوو یې غوښتي، چې په خپلو سیمو کې اختر ونمانځي او ترې خوند واخلي.

تازه خبرونه

شرعي او عصري علوم دواړه د اسلامي ټولنې لپاره اړین دي – ذبیح الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه دیني مدرسه کې د وینا پر مهال د اسرائیلو او غزې جګړې ته په نغوته( اشاره ) کې وویل: د غزې خلکو ته؛ ځکه دومره زیانونه واوښتل، چې بې پروايي یې وکړه او له ټکنالوژۍ یې کار وانه‌خیست.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ويلي، چې د علم مخالفت باید هیڅکله ونشي؛ ځکه، چې شرعي او عصري علوم دواړه د اسلامي ټولنې لپاره اړین دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه دیني مدرسه کې د وینا پر مهال د اسرائیلو او غزې جګړې ته په نغوته( اشاره ) کې وویل: د غزې خلکو ته؛ ځکه دومره زیانونه واوښتل، چې بې پروايي یې وکړه او له ټکنالوژۍ یې کار وانه‌خیست.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ راتلونکې جګړې به سایبري او انټرنیټي جګړې وي او د افغانستان خلک دې هم پر ټکنالوژۍ او ساینس له ځانه دفاع وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ډېر غير اسلامي هېوادونه د اسلامي نظام د جوړېدو او د اسلامي شریعت د پلي کېدا مخالف دي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې: دین باید داسې پلي شي، چې د دین غوښتنه ده؛ داسې، چې خلک له دین سره مینه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغان نجونو د زده‌کړې موضوع په مختلفو کچو کې بحث ته اړتیا لري – یوناما

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په اسلام‌آباد کې د اسلامي ټولنو د ښځو د زده کړې په اړه په یوه کنفرانس کې د وینا پر مهال د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د افغان نجونو لپاره متنوع تعلیمي فرصتونه برابر کړي.

Published

on

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ویلي، چې زده‌کړې ته د افغان نجونو او ښځو د لاسرسي ننګونه یوه څو اړخیزه مسله ده او پدې اړه په بېلابېلو کچو کې بحث ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په اسلام‌آباد کې د اسلامي ټولنو د ښځو د زده کړې په اړه په یوه کنفرانس کې د وینا پر مهال د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د افغان نجونو لپاره متنوع تعلیمي فرصتونه برابر کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د اسلامي هېوادونو له مشرانو وغوښتل، چې د افغان نجونو له زده‌کړې ملاتړ وکړي.

د یوناما مشرې په اسلامي ټولنو کې د ښځو د زده‌کړې په اړه د اسلام‌آباد په کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، چې د افغان ښځو ننګونو ته رسیدنه څو اړخیزو هڅو او خبرو اترو ته اړتیا لري.

روزا اوتونبایوا وایي: "زه په رښتیا له ټولو هغو وزیرانو او استازو څخه غواړم، چې له ټولې نړۍ څخه راغلي دي او د افغان نجونو لپاره بورسونه ورکړي، آنلاین زده‌کړې او د هغوی لپاره بېلابېل ډوله زده کړې چمتو کړي. دا د نن ورځې دنده ده. تاسې پوهیږئ، چې د افغان نجونو زده‌کړې ته د لاسرسي ډاډ ترلاسه کول یوه یو اړخیزه مسله نده؛ هڅې او بحثونه باید په ټولو کچو کې ترسره شي. "

دا دوه ورځنۍ غونډه، چې سرلیک یې په اسلامي ټولنو کې د ښځو تعلیم دی؛ په اسلام‌آباد ګې د یوې اعلامیې پر خپرولو پای ته ورسیده.

 په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې نجونې له زده‌کړې څخه منع کول د ښځو پر وړاندې یو ټولنیز تعصب دی او د نړۍ له مسلمانانو یې وغوښتل، چې نجونو ته د زده‌کړې لپاره مساوي فرصتونه برابر کړي.

د اسلام آباد د ناستې په اعلامیه کې راغلي: " نجونې د زده‌کړې له حق څخه محرومول د مذهبي اصولو څخه ناوړه ګټه اخیستنه ده. د نجونو زده‌کړه نه یوازې یوه مذهبي دنده ده، بلکې یوه بېړنۍ ټولنیزه اړتیا هم ده. مونږ باید د نجونو د زده‌کړې د حق د ساتنې لپاره خپلې هڅې پیاوړې کړو؛ ځکه، چې لوستې ښځې مرکزي رول لوبوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له افغانستان څخه  د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه “سټراټیژیکه او سمه” وه – جیک سالیوان

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان وایي: ” امریکا نن په ښه حالت کې ده او امریکایي سرتېري به په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته ونه‌لیږل شي او نه به هلته ووژل شي. هغه سټراټیژیکه پرېکړه، چې ولسمشر جو بایډن درې کاله مخکې وکړه؛ په تاریخ کې به په ښه توګه یاده شي. که مونږ په افغانستان کې پاتې شوي وای؛ زمونږ سرتېري به اوس هلته وژل کیدل او روسیې به پر امریکا ډېر نفوذ درلود.”

Published

on

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار له سي این این سره په مرکه کې ویلي، چې د بایډن ادارې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه "سټراټیژیکه او سمه" وه او که اوس هم امریکایي سرتېري په افغانستان کې وای؛ نو روسیې به پر امریکا ډېر نفوذ درلود.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان وایي: " امریکا نن په ښه حالت کې ده او امریکایي سرتېري به په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان ته ونه‌لیږل شي او نه به هلته ووژل شي. هغه سټراټیژیکه پرېکړه، چې ولسمشر جو بایډن درې کاله مخکې وکړه؛ په تاریخ کې به په ښه توګه یاده شي. که مونږ په افغانستان کې پاتې شوي وای؛ زمونږ سرتېري به اوس هلته وژل کیدل او روسیې به پر امریکا ډېر نفوذ درلود."

نوموړي د هغې پوښتنې، چې آیا هغه هم له افغانستان څخه د ګډوډۍ او ویجاړونکي وتلو مسوول دی؛ په ځواب کې وویل: چې د ده په ګډون د امریکا امنیتي او استخباراتي کاري ډلې ټولې مسوولې دي.

اسلامي امارت ويلي، چې امریکا او ناټو په افغانستان کې ماتې خوړلې او تښتېدلي دي.

دغه راز یو شمېر پوځي شنونکو هم ويلي، چې امریکا په افغانستان کې تقریباً ماتې خوړلې وه او په داسې موقف کې نه‌وه، چې د دوامداره شتون یا په خاموشۍ سره د وتلو په اړه فکر وکړي.

د بایډن ادارې پر مشرۍ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو په ټوله نړۍ او د بشري حقونو فعالینو کې پراخ غبرګونونه او نیوکې راپارولي دي. په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکا پر مشرۍ د ځواکونو وتل د شاوخوا ۷۰ افغان ملکي وګړو او لږ تر لږه ۱۳ امریکایي سرتېرو د مرګ او ژوبلې سره مل شول.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!