تازه خبرونه

حکومت د دوحې په خبرو کې پرمختګ تائید کړ

Published

on

(Last Updated On: )

د خپلمنځي خبرو د پلاوي یو شمېر غړیو ویلي، چې د حکومت مشرتابه، د دوحې په خبرو اترو کې تر لاسه شوې هوکړه تائید کړې ده.

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی او د سولې په چارو کې د ولسمشر سلاکار سلام رحیمي څو ورځې په کابل کې ول او د مذاکراتو پر کړنلاره یې د تر لاسه شویو هوکړو په تړاو د حکومت له مشرتابه سره مشورې وکړې. اوس په دوحه کې د مرکچي پلاوي غړیو آریانا نیوز ته منلې، چې ښاغلي ستانکزي د هوکړې په اړه د حکومتي مشرتابه تائیدي اخیستې او د طالبانو د چمتووالي په صورت کې به د مذاکراتو کړنلاره وروستۍ او اعلان شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دبرا لاینز ویلي؛ سولې خبرې ډېر ستونزمن کار دی. ډېر وخت اخلي او ډېرې ستونزمنې دي. د سیاسي جوړښت، په ټولنه کې د اسلام رول، عدلي او قضایي برخې، بشري حقونه د ښځو او لږکیو د حقونو په ګډون باید بنسټیز او پېچلي موضوعات حل کړي.

د حکومت مرکچیانو او طالبانو؛ د طالبانو او امریکا د هوکړه لیک، د خلکو ارادې، د اړتیا په صورت کې ملګرو ملتونو ته په مراجعه او د مرکچي پلاوو د پرېکړو پر بنسټ د خبرو د بنسټ په توګه هوکړه کړې ده.

که څه هم د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم  هم د دوحې خبرو اترو کې پرمختګ مني؛ خو وایي: تمه ده،  چې په راتلوونکیو ورځو کې وروستۍ هوکړه اعلان شي.

د حکومت د مرکچي ډلې څلور غړي نن کابل ته راغلي او له طالبانو سره د دوحې په خبرو اترو کې د پرمختګونو خبرې کوي او هیله من دي، چې ژر یې کړنلاره وروستۍ شي.

آریانا نیوز ته سرچینو منلې، چې د مرکچي پلاوي څلور غړي کابل ته راغلي او ټاکل شوې، چې ژر بېرته دوحې ته ولاړ شي. د مذاکراتو د کړنلارې د وروستي کېدو له اعلان سره به د مذاراتو پر اجنډا، پر بنسټیزو او کلیدي مسایلو به هم خبرې او مشورې پیل شي.

د دوحې په خبرو اترو کې د  بندون ماتېدل له هرکلیو سره مخ شوی او تمه ده، چې د کړنلارې له وروستي کېدو سره خبرې اترې حساس پړاو ته ورسیږي او ښکېل لوري د اورکم او اوربند په تړاو پایلې ته ورسیږي.

Trending

Exit mobile version