تازه خبرونه

حکومت به د طالبانو پاتې بندیان خوشې نکړي ـ حنیف اتمر

Published

on

(Last Updated On: )

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې حکومت به د طالبانو پاتې بندیان خوشي نکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر له یوې هندي شبکې سره په خبرو کې د افغانانو ترمنځ د خبرو پروړاندې خنډ د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي نه کمول او د طالبانو بندیان ګڼي.

هغه د طالبانو د تاوتریخوالي او د یو شمېر هېوادونو د مخالفت له کبله د طالبانو په خوښه د دوی د نورو بندیانو خوشي کول ناشوني ګڼي؛ خو څرګندوي: د مسلې د حل په موخه یې له طالبانو غوښتي، چې د بندیانو بل لیست دوی ته ولیږي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وایي، د طالبانو دریځ له امریکا سره د دوی د هوکړې پر بنسټ دی او له همدې کبله د بدلون وړ هم ندی.

له بلې خوا اتمر له طالبانو سره سوله په سیمه کې د امن راوستلو او له نورو وسلوالو ډلو سره د دوی د اړیکې پرې کول مهم ګڼي؛ ځکه د ده په وینا له طالبانو سره له هوکړې پرته له نورو ترهګرو ډلو سره هیڅ ډول هوکړه امکان نلري.

هغه زیاتوي: خو درې نورې ډلې یې افغانان ندي او مونږ له دوی سره د سولې او هوکړې لپاره هیڅ یوه قانوني او سیاسي زمینه نلرو؛ ځکه دوی سیمه ییز ترهګر دي لکه  ATM  ، IMU  ، جندالله او پاکستاني ترهګرې ډلې لکه LAT، جیش محمد او القاعده.

 په دې خبرو کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له هند وغوښتل، چې په افغانستان کې د بین الافغاني خبرو په موخه د سیمې هېوادونو او نړۍ په هڅولو کې فعال رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د حکومت له زندانونو ۵۰ طالب بندیان خوشې شوي دي.

طالب سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې دا بندیان د هغه نوملړ له مخې خوشې شوي، چې له خوشې کیدو سره یې مخالفت کیدو.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې سبا ته هم ۷۰ طالب بندیان خوشې شي

Trending

Exit mobile version