Connect with us

سوداگري

حکومت او بهرني بنسټونه مو پوړوي دي ـ ودانیز شرکتونه  

خپور شوی

د

د لسګو نه ودانیزو شرکتونو اتحادیې غړيو په یوه اعتراضي ناسته کې له اسلامې امارت او نړیوالې  ټولنې وغوښتل، چې پر حکومت او بهرنیو بنسټونو پاتې پور دې ورکړشي.

د افغانستان د خصوصی سکتور د ودانیزو شرکتونو مسوولینو ویلي، چې نږدې ۲۰۰۰ ساختماني شرکتونو له افغان حکومت سره ساختمانې پروژي پلې کړي؛ خو پرې لګېدلی لګښت راکړ شوی ندی او پر حکومت او نړیوالو بنسټونو نږدې ۶۰ میلیارډ افغانئ پاتې دي.

د افغانستان د خصوصي سکتور د ودانیزو شرکتونو ټولنې مشر محمد ناصر محتصب زاده وایي: د هېواد نږ دې ۲۰۰۰ شرکتونو کار کړی اوس پيسې نلرو او خلک له مونږ پیسې غواړی، چې له همدې کبله نږ دې ۳۰۰ شرکتونه بیخی وتړل شول. زمونږ سکتور اوس له سخت مالي فشار سره مخ دی که همکاری ونشی وبه تړل شي.

د ودانیزو شرکتونو ټولنې ځينې غړي بیا له نړیوالو مالی بنستونو غواړي، چې د افغانستان ودانیز شرکتونو د دوي د پروژو کارونه کړي؛ خو پيسې یې تادیه شوي ندي. دوی همدارز له اسلامی امارت غوښتنه کوي، چې د هغو سلګونه پروژو برخلیک دې معلوم کړي، چې کارونه یې نیمګړي پاتې دي.

د ودانیزو شرکتونو ټولنې غړی انجنیر شمس الرحمان مل ویلي: مونږ له نړیوالې تولنې غواړو، چې د افغانستان هغه پيسې، چې دوۍ بندې کړي: هغه آزادې کړي، چې د افغانستان خلک او خصوصي سکتور له اقتصادي ناورین وژغورل شي.

د مالیی وزارت هم وایي؛ هڅه کوي، چې د خصوصي ودانیزو شرکتونو د مالي ستونزو د حل لپاره تدابیر ونیسي۔

د مالیې وزارت ویاند احمد ولی حقمل وایي: مونږ د ودانیزو شرکتونو د پیسو لپاره ژمن یو؛ یو کمیسیون به رامنځته کړو، چې څېړنه وکړي او بله داده، چې مونږ به د خصوصي سکتور پیسې ورکړو؛ خبره داده، چې مونږ اوس پر ځینو نورو برخو اخته یوو، چې هغه مونږ ته لومړیتوب لري.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي؛ د افغانستان ماليي وزارت او نړیوال مرسیتندویان باید د خصوصي سکتور د ستونزو د حل لپاره هڅې پیل کړي، چې د دغو شرکتونو د تړل کېدو مخنیوي وشي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالربشیر شریفي ویلي؛ مونږ وایو، چې د افغانستان اسلامي امارت باید د خصوصي سکتور په ځانګړي توګه د دغو شرکتونو د تړل کېدو مخه ونیسي؛ هغه نړیوال مرستیندویان، چې د افغانسیتان پراختیايي پروژې تمویلوي هم باید د دې ستونزې د حل  لپاره راودانګي.

د اقتصادي چارو کارپوهان بیا پدې باور دي، چې د افغانستان اسلامي امارت دې هم له خصوصي سکتور سره همکاري وکړي او هم  يي له کړنو نظارت پراخ  کړي، چې په کارونو کې نمیګرتیاوې رامنځته نشي.

سوداگري

ترکي عالمان او د خیریه موسسو چارواکي په افغانستان کې د پانګونې امکانات ارزوي

د انرژۍ او اوبو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ادیف خیریه بنسټ له بشردوستانه هڅو ستاینه وکړه او د انرژۍ د تولید لپاره یې د هېواد کافي سرچینې ورپر ګوته کړې.

Published

on

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور د سې‌شنبې پر ورځ د ترکیې د عالمانو او د ادیف خیریه بنسټ له مسوولینو سره پر بېلابېلو سیاسي، دیني او ټولنیزو مسایلو خبرې وکړې.

د انرژۍ او اوبو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ادیف خیریه بنسټ له بشردوستانه هڅو ستاینه وکړه او د انرژۍ د تولید لپاره یې د هېواد کافي سرچینې ورپر ګوته کړې.

هغه ټینګار وکړ، چې افغانستان اوسمهال په ټولو برخو کې د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابرکړی دی او ترکيې پلاوي ته یې د پانګونې او د هغوی د شتمنیو د خوندیتوب ډاډ ورکړ.

ویل کیږي، چې د ادیف بنسټ چارواکو د ترکي پانګوالو د هڅولو  ژمنه وکړه او هغوی غواړي، چې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه وارزوي او پانګونه وکړي؛ ځکه، چې اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او پرمختیایي همکاریو د ودې لپاره مناسب چاپېریال برابر شوی دی.

Continue Reading

سوداگري

د پاکستان مرکزي بانک افغانستان ته د صادراتو له زیاتېدو خبر ورکړ

Published

on

د پاکستان مرکزي بانک خبر ورکړی، چې د روان کال د جولای او اکتوبر ترمنځ په څلورو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات ۲۹۱ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې، د تېر کال په همدې موده کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ارزښت څه باندې ۱۸۲ میلیون ډالره و.

د پاکستان مرکزي بانک وايي، د افغانستان په ګډون د سیمې اووه هېوادونو(چین، بنګله دیش، سریلانکا، هند، نیپال او مالدیپ ) ته د دغه هېواد صادرات څلور سلنه ډېر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د ټیټېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي ويلي، پخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲ اعشاریه میلیارډ ډالرو ته نږدې وه؛ خو اوس ۷۰۰ ​​میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.

Continue Reading

سوداگري

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې د سوداګرۍ پر کمېدا اندېښنه څرګنده کړه

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د چارشنبې پر ورځ په یوه مطبوعاتي څرګندونه کې سرحدي د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت لخوا افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادراتي بار وړلو لپاره د بېخبنا پر پراختیا د دوه سلنې مالیې پلي کول د سوداګرۍ د کچې د کمېدو یو لامل وباله.

Published

on

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مرستیال ضیاالحق سرحدي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د ټېټېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د چارشنبې پر ورځ په یوه مطبوعاتي څرګندونه کې سرحدي د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت لخوا افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادراتي بار وړلو لپاره د بېخبنا پر پراختیا د دوه سلنې مالیې پلي کول د سوداګرۍ د کچې د کمېدو یو لامل وباله.

هغه د دې يادونه هم وکړه، چې پخوا د پاکستان او افغانستان تر منځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ کچه شاوخوا ۲ اعشاریه ۵ ميليارډ ډالره وه؛ خو اوس ٧٠٠ ميليون ډالرو ته راټيټه شوې ده.

ضیاالحق سرحدي همداراز د تورخم د لارې پرله‌‌پسې تړل کېدا، د بار وړونکیو موټرو د تګ راتګ لپاره د لنډمهالي سند د صادرولو د پلان نه عملي کېدل او د کراچۍ په بندر کې محدودیتونه پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د کچې د راټیټېدو نور لاملونه وبلل.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!