تازه خبرونه
حکمتیار په تذکره کې له ستیکر پرته رایه کارولې

حکمتیار د شنبې پر ورځ د (تلې ۶) په حبیبیې عالي لیسه کې د رای اچونې په یوه مرکز کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې ستیکر د انتخاباتي درغلیو لپاره لاره هواره کړې ده.
هغه زیاته کړې، چې ټاکنو کمیسیون پر پېژندپاڼې د ستیکرونو د نشتوالي له کبله ډېر وړ خلک له رای ورکولو بې برخې کړي دي.
د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون دې نیوکې ته، چې حکمتیار ته یې له ستیکر پرته د رای ورکولو زمینه برابره کړې؛ په ځواب کې په ډاګه کړې، چې ښاغلي حکمتیار خپله تذکره تائید کړې او د ستیکر له مخې یې خپله رایه کارولې ده.
د کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ له ستیکر پرته نه څوک نوماند شوي او نه هم د رایې حق لري.
ښاغلي حکمتیار تېره اوونۍ ویلي وه، چې دی د راتلونکیو ټاکنو ګټونکی دی او درغلي د هغه یوازنی سیال دی.