تازه خبرونه

حکمتیار په پاکستان کې د سولې بهیر په اړه له قریشي سره خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: )

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره په کتنه د افغانستان د سولې په بهیر کې د خرابوونکیو له شتون خبرداری ورکړی دی.

د حزب اسلامي رهبر حکمتیار پرون پاکستان ته درې ورځنی سفر کړی، چې موخه یې له پاکستانيو حکومتي چارواکو سره د افغان سولې پر بهیر بحث او خبرې دي.

د حزب اسلامي له مشر سره په دې کتنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د سولې له بهیره خپل ملاتړ یو ځل بیا په ډاګه کړ او وایي، چې په افغانستان کې د جګړې لپاره هیڅ نظامي حل نشته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ ویلي: د بهرنیو چارو وزیر قریشي لد حزب له رهبر  ګلبدین حکمتیار سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې. پاکستان تل د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کړی. مونږ اوس هم په دوحه کې د افغانانو تر منځ خبرو اترو ته هیله من یو.

دغه راز د حزب اسلامي رهبر ويلي؛ اسلام آباد په افغانستان کې د جګړې دوام ته هیله من ندی او چمتو دی، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې مثبت رول ولوبوي.

په داسې حال کې، چې د دوحې د سولې خبرو له ناڅرګند برخلیک سره مخ دی او د افغانستان په ځینو برخو کې تاوتریخوالی روان دی؛ نو تمې دا دي، چې اسلام آباد به د دې وضعیت د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې ونسپموي.

پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې یو له مهمو لوبغاړیو څخه دی او له همدې کبله افغان چارواکي او سیاسي مشران غواړي په افغانستان کې د سولې د خوندي کولو لپاره ورسره ګډ کار وکړي.

Trending

Exit mobile version