تازه خبرونه

حامد کرزي په هېواد کې روانه جګړه وغندله

Published

on

(Last Updated On: )

پخواني ولسمشر حامد کرزي په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي پر ډېریدو اندېښنه څرګنده کړې او پر افغانانو تپل شوې روانه جګړه یې غندلې ده.

حامد کرزي په ډاګه کړې: په خواشینۍ، چې له تېرو څو ورځو راپدیخوا په هلمند کې د سختې جګړې له کبله زمونږ ګڼشمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي او په زرګونه نور له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي پر ډېرېدو خپله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګندوم او پر افغانانو روان تحمیلي جنګ پر کلکو ټکو غندم. ښکاره ده، چې په هېواد کې روانه جګړه د پردو د ګټو لپاره ده؛ خو وینه د افغانانو په کې تویېږي.

هغه یو ځل بیا پر ټولو افغانانو او په خاصه توګه په جګړه کې پر ښکېلو افغان لوریو غږ کړی، چې له جګړې او وینې تویېدنې لاس واخلي او په ګران هېواد افغانستان کې د سولې لپاره یو موټی شي.

د راپورونو له مخې؛ په هلمند کې له وروستیو نښتو څخه لږ تر لږه ۳۵۰۰۰ کسان (۵۰۰۰ کورنۍ) له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي دي.

د راستنیدونکیو او کډوالو چارو مشر سید محمد امین رویترز ته ویلي، چې د جګړو له کبله ۵۱۰۰ کورنیو خپل کورونه پریښې او ترې بې خایه شوي دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې بې ځایه شوي خوراکي توکو او سرپناه ته بېړنۍ اړتیا لري.

د شنبې له ورځې راپدیخوا د هلمند او کندهار ولایتونو په ځینو برخو کې برښنا پرې شوې ده.

ویل کیږي، چې د هلمند په جګړې کې د دې ولایت د برښنا مرکز یوې برخې اور اخیستی او تجهیزات یې لوټ شوي دي. دغه راز د یو شمېر مخابراتي شبکو خدمتونه هم بند شوي دي.

Trending

Exit mobile version