Connect with us

سیمه ییز خبرونه

حامد كرزى هغه بريد په كلكه غندلى، چې استاد رباني په كې ووژل شو

خپور شوی

د

افغان ولسمشر حامد كرزي هغه ترورستي بريد غندلى، چې په پايله كې يې پخوانى ولسمشر او د سولې عالي شورا رييس پروفيسور برهان الدين رباني ووژل شو. له ولسمشرۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې: حامد كرزى، چې تېره شپه د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه كې د گډون په هيله نيويارك ته رسيدلى؛ د يادې پېښې له خبريدو سره سم يې سفر نيمگړى پرېښود او هېواد ته راستون شو. ولسمشر حامد كرزي له راروانيدو مخكې وويل، چې: د استاد برهان الدين رباني وژل د هغې لړۍ كړۍ ده، چې د احمد ولي كرزي، جان محمد خان، جنرال داود داود، غلام حيدرحميدي او يو شمېر نورو مشرانووژل دا په ډاگه كوي، چې د افغانستان دښمنان پر هېوادپالو افغانانو رحم نه لري. پروفیسوربرهان الدین ربانی د افغانستان پخوانى جهادي ولسمشر او د سولې عالي شورا مشر پرون ماښام( سه شنبه د وږي په۲۹) په خپل كوركې له ځانمرگي بريد سره مخ شو. امنيتي سرچينو په دې اړه له بشپړو څرگندونو ډډه كړې، خو عيني شاهدانو ويلي، چې په دغه پېښه كې پېنځه كسه وژل شوي او دوه كسه د معصوم ستانكزي په گډون سخت ټپيان دي. يو امنيتي مقام ، چې د نوم له ښودنې يې ډډه كړې؛ رسنيو ته ويلي، چې: دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه ، چې د طالبانو يو استازي د استاد رباني په كور كې ځانته چاودنه ور كړه. دغه مقام زياته كړې، چې: د طالبانو دغه استازي د سولې د خبرو د غزولو په پلمه د استاد كور ته د ننوتلو لار موندلې وه.
Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

تازه خبرونه

کمزوری ایران ښایي د اټومي وسلو پر پراختیا راوڅرخیږي – سپینه ماڼۍ

رویټرز خبري سرچینې د یکشنبې پر ورځ ( د مرغومي دوه‌یمه) خبر ورکړ، چې د بایډن اداره پدې اړه اندېښمنه ​​ده.

Published

on

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان څرګنده کړې، چې ایران ښايي په سیمه کې له پرله‌پسې ماتې د اټمي وسلو پر پراختیا راوڅرخیږي.

رویټرز خبري سرچینې د یکشنبې پر ورځ ( د مرغومي دوه‌یمه) خبر ورکړ، چې د بایډن اداره پدې اړه اندېښمنه ​​ده.

د راپور له مخې؛ سپینه ماڼۍ غواړي، چې دا اندېښنه د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته هم وړاندې کړي.

په راپور کې راغلي، چې د ایران د نیابتي ډلو پر وړاندې د اسرائیلو له پراخو بریدونو او د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته دې هېواد نه یوازې خپل سیمه‌ییز نفوذ له لاسه ورکړی، بلکې له پرله‌پسې ناکامیو سره هم مخ شوی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار سیانان ته ویلي، چې پر ایراني تاسیساتو د اسرائیلو بریدونو د توغندیو د کارخونو په ګډون د دې هېواد هوايي دفاعي سیسټم او دودیز پوځي توان کم کړی دی.

سالیوان ټینګار کړی: دا د حیرانتیا خبره نده، چې په ایران کې د اټومي وسلو لرلو ته د لیوالتیا غږ اورېدل کیږي.

هغه يادونه کړې، چې ايران وايي: اټومي پروګرام يې سوله‌ييز دى؛ خو له بنديزونو سره - سره يې د يورانيمو غني کول پراخه کړي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي؛ دا خطر شته، چې ایران به د اټومي وسلو د نه جوړولو په اړه خپله ژمنه ودروي.

هغه منلې، چې په دې اړه د امریکا له نوي حکومت سره خبرې کوي او په دې اړه یې له تل‌ابیب سره هم خبرې کړې دي.

نړیوالې تمې او سترګې د نوي کال د جنورۍ پر شلمه هغې ورځې ته اوړي، چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ننوځي.

ویل کیږي، چې هغه د بایډن د حکومت پر پرتله د تهران پر وړاندې سخت دریځ لري.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د توغندیو د پروګرام په اړه د امریکا خبرداری بې بنسټه دی – پاکستان

د روانې اوونۍ په پیل کې د امریکا د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینر ویلي، چې د پاکستان د لرې واټن بالیسټیک توغندیو پراختیا دا یو ” نوی رامنځته کېدونکې ګواښ” دی.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ د یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي هغه ادعاوې بې بنسټه او له "عقلانیت وتلې" وبللې، چې ګواکې د دوی د توغندیو پروګرام امریکا ته ګواښ پېښولی شي.

د روانې اوونۍ په پیل کې د امریکا د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینر ویلي، چې د پاکستان د لرې واټن بالیسټیک توغندیو پراختیا دا یو " نوی رامنځته کېدونکې ګواښ" دی.

د جان فینر څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شوې، چې واشنګټن د بالسټیک توغندیو د پروګرام په تړاو د بندیزونو نوی پړاو اعلان کړ. دغه راز هغه په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د واشنګټن او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو پر خرابېدو ټینګار وکړ.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جان فینر څرګندونو ته په نغوته کې ویلي، چې د ادعا شوي ګواښ تصور " خواشینوونکی" دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې: "دا تورونه بې بنسټه، له عقلانیت او تاریخ څخه بې برخې دي."

دغه وزارت وايي، ستراتیژیکې وړتیاوې یې یوازې د خپل حاکمیت د دفاع او د سیمه‌‌ییز ثبات د ساتلو لپاره دي او باید د بل هېواد لپاره د ګواښ په توګه ونه ګڼل شي.

دې راپور له امریکا سره د پاکستان د همکارۍ اوږد تاریخ هم پر ګوته کړ؛ په ځانګړي توګه د ترهګرۍ په ضد هڅو کې او د سیمه‌ییز امنیت او ثبات په ګډون د هراړخیزو هڅو د رغنده ښکئلتیا لپاره خپله ژمنه بیا تکرار کړه.

د امریکا او پاکستان تر منځ اړیکې له ټیټو او ژورو سره مخ شوي دي. دغه هېوادونو د سړې جګړې پر مهال او د سپټمبر له یوولسمې وروسته د القاعدې پر ضد جګړه کې همکاري وکړه.

د جنوبي آسیا په دې هېواد کې د پاکستان د پوځ لخوا د کودتاه، په افغانستان کې د طالبانو د ۱۹۹۶ -۲۰۰۱ کلونو د واکمنۍ د ملاتړ او د اټومي وسلو د پروګرام له کبله اړیکې خړې پړې شوې دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې چاودنې له کبله ووژل شو

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ جنرال ایګور کریلوف، چې د روسیې د اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي خوندیتوب ځواکونو مشر و؛ له کرملین څخه اووه کیلومټره لرې د ریازانسکي سړک له اپارتماني ودانۍ بهر ووژل شو.

Published

on

د روسیې څېړنیزې کمیټې اعلان کړی، چې نن (سې‌ شنبه د لیندۍ اووه‌ویشتمه) په مسکو کې د دې هېواد د اتومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې بمي چاودنې له کبله وژل شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ جنرال ایګور کریلوف، چې د روسیې د اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي خوندیتوب ځواکونو مشر و؛ له کرملین څخه اووه کیلومټره لرې د ریازانسکي سړک له اپارتماني ودانۍ بهر ووژل شو.

په دې پېښه کې د هغه مرستیال هم وژل شوی دی.

د کیف انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د اوکراین حکومتي چارواکو کریلوف په اوکراین کې د کیمیاوي وسلو پر کارولو تورن کړی دی.

د اوکټوبر په میاشت کې بریټانیا پر کریلوف او د روسیې اټومي دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې د زهرجنو موادو د کارولو له کبله بندیزونه لګولي وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!