تازه خبرونه
جي ۲۰ ډلې له افغانستان سره پر بشري مرستو ټینګار څرګند کړ
د ۲۰ صنعتي هېوادونو استازیو په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې، چې دې هېواد ته بسمدستي مرستې ولیږل شي.
ملګري ملتونه په افغانستان کې د خلکو پر بشري وضعیت د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د جی ۲۰ ډلې له غړیو هېوادونو وغوښتل، چې له افغانستان سره بېړنۍ مرستې تر سره کړي.
په افغانستان کې د اقتصادي بحران له ډېرېدو سره؛ د نړۍ د ۲۰ شتمنو هېوادونو استازيو د افغانستان د روان وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنټونیو ګوټرش د افغانستان لپاره د مرستو راټولو په موخه د دغې ناستې له پیلیدو مخکې له خبریالانو سره په خبرو کې د بشري وضعیت په تړاو د اندېښنې څرګندولو تر څنګ له افغانستان سره د بېړنیو مرستو ترسره کول وغوښتل.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ويلي؛ د افغانستان خلک نشي کولی د هغه څه سزا وویني، چې طالبان یې ترسره کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش وایي؛ مونږ باید د داسې شرایطو د رامنځته کولو په لټه کې شو، چې افغان متخصصین او ملکي کارمندان وکولی شي د افغانستان خلکو ته خدمت روان وساتي. زه له نړۍ غواړم، چې د اقتصادي نظام د سقوط د مخنیوي لپاره عملي هڅې تر سره او مالي مرستې چمتو کړي. له شک پرته له ناورین څخه د وتلو د لار موندلو اصلي مسوولیت د هغو کسانو پر غاړه دی، چې اوس په افغانستان کې مسوولیت لري.
نوموړي په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او څرګندوي؛ اسلامي امارت هغه څه ندي پوره کړي، چې ژمنه یې کړې ده.
هغه ویلي: که نړیواله ټولنه همدا اوس د افغانانو ستونزې حل نکړي؛ د مخدره توکو قاچاق او د تروریستي شبکو فعالیتونه به ډېر شي او نړۍ به یې بیا درنده بیه پرې کړي.
آنټونیو ګوترش ویلي: زه د هغه څه په اړه، چې افغان میرمنو او نجونو ته وعده ورکړ شوې؛ اندېښنه لرم. طالبانو خپلو کړې ژمنې ماتې کړي، چې په پایله کې یې د افغانستان د ښخو او نجونو هیلې له منځه وړي. که مونږ یې مخنیوی ونکړو او په دغه توپاني وضعیت کې له هغوی سره مرسته ونشي؛ ډېر ژربه نه یوازې دوی، بلکې ټوله نړۍ به یې ستره بیه پرې کړي. د نشه يي توکه قاچاق او د ترهګریزو او جنایت کاره شبکو فعالیت به هم کیدای شي زیات شي.
هممهاله اروپايي ټولنه په افغانستان کې د بحران پر مخنیوي ټینګار کوي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورل ويلي، په را روان ژمي کې تر یو میلیون پورې افغان ماشومان د مړینې او لوږې له ګواښ سره مخ دي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل وایي: په افغانستان کې ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ځوړ په حالت کې دی.
د ناروې د پناه غوښتونکیو شورا د څرګندونو له مخې؛ په اټکلیزه توګه په را روان ژمی کې شاوخوا یو میلیون افغان ماشومان د مرګ او لوږې له ګواښ سره مخ دي. که لازمې مرستې ترسره نشي؛ مونږ نشو کولی په تمه پاتې شو او د وضعیت ننداره وکړو.
د ژمي له رارسیدو سره خلک په تېره بیا میرمنو او ماشومانو ته ګواښ پېښ کړی، ورسره د بېړنیو بشري مرستو ترسره کول د جی ۲۰ ډلې د ځانګړې ناستې لومړیتوب دی. دغه ناسته یوازې په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازیو ترمنځ له ترسره شویو خبرو دوه ورځې وروسته جوړیږي. امریکا، بریټانیا، اروپايي ټولنه، چین، فرانسه، جرمني، ایټالیا، هند، کاناډا، ارجنټاین، آسټرالیا، برازیل، جنوبي کوریا، جاپان، سعودي عربستان، مکسیکو، جنوبي آفریقا، ترکیه او اندونیزیا د جي ۲۰ ډلې غړي هیوادونه دي او د قطر، د پیسو نړیوال صندوک، نړیوال بانک او ملګرو ملتونو استازي هم په دغه ناسته کې ګډون لري؛ خو د افغانستان د ګاونډ په توګه د ایران او پاکستان استازیو ته په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړ شوې نده.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه11 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
لوبی1 day ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
سوداگري23 hours ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول
-
نړۍ9 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول