تازه خبرونه
جو بایډن په افغانستان کې له پیل شوي سیاسي بهیره ملاتړ ښکاره کړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، په افغانستان کې د روانې شل کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره له هغه ډیپلوماټیک بهیره کلک ملاتړ کوي، چې دا مهال پیل شوی دی.
د مونیخ امنیتي ناسته د امریکا او فرانسې د ولسمشرانو، د جرمنې د لومړۍ وزیرې، د ملګرو ملتونو او ناټو د سرمنشیانو په حضور کې په اناین بڼه تر سره شوې، یوه برخه یې د افغانستان د سولې پر بهیر راڅرخېدلې ده.
د دغې ناستې ګډونوال جو بایډن ویلي؛ اداره یې اجازه نه ورکوي، چې افغانستان بیا د ترهګرو پر خوندي مرکز بدل شي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي؛ زما اداره په کلکه له روان ډیپلوماټيک بهیر ملاتړ کوي او غواړي، چې دا روانه شل کلنه جګړه پای ته ورسوي.
د ناټو د دفاع وزیرانو له ناستې دوه ورځې وروسته د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین یو ځل بیا ټینګار کړی، چې امریکا په مسوولانه توګه د افغانستان د جګړې پای ته رسېدو ته ژمنه ده.
نوموړی وایي: مونږ استخباراتي څېړنې پیل کړي؛ ټولو اړوند غوراویو او هر ډول باالقوه عواقبو ته په کتو او رانږدې کېدونکي ضرب الاجل ته مو پام دی؛ خو غواړو دا ګام د کړنلارې له مخې او ډاډه پورته کړو.
په امریکا کې د نوې ادارې له راتلو سره ولسمشر جوبایډن له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړې پر ارزونه ټینګار کړی، چې آیا طالبانو پخپلو ژمنو عمل کړی او که نه.
د مونیخ په ناسته کې د امریکا له دې پرېکړې هرکلی وشو.
د جرمني لومړۍ وزیرې هم د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لیک د بیاکتنې له پرېکړې هرکلی کړی دی.
د جرمني لومړۍ وزیرې آنگلا مېرکل څرګنده کړې؛ زه پدې واقعیت خوشاله یم، چې د امریکا ادارې د افغانستان د سولې د بهیر بیا کتنه پیل کړې ده. جرمني چمتو ده، چې د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شي.
د ناټو دفاع وزیرانو د بروکسل په وروستۍ ناسته کې د مې تر میاشتې له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستو یا پرېښودو پرېکړه وځنډوله، چې امریکا او متحدین یې پدې اړه د وروستۍ پرېکړې لپاره ډېر فرصت ولري.