نړۍ
جو بایډن د نړیوال بانک ریاست ته اجي بانګا نوماند کړ

د رویترز خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسمشر جو بایدن د نړیوال بانک د مشر په توګه هندالاصله اقتصاد پوه او د ماستر کارد پخوانی مشر اجی بانګا وړاندیز کړی دی.
نوموړی په امریکا کې د پانګونې د یوه لوی شرکت مرستیال دی او مخکې یې د ماستر کارډ د مشر په توګه کار کړی دی.
امریکا د لوی سهم لرونکي په توګه د نړیوال بانک د رییس د ټاکلو حق لري.
اوس د نړیوال بانک اجرائیوي بورد ته اړتیا ده، چې په رسمي توګه دا وړاندیز رد نکړي.
د چارشنبې پر ورځ جو بایدن په یوه اعلامیه کې بانګا د بې سارې وړتیاوو لرونکي مدیر په توګه یاد کړ.
بایدن زیاته کړې: هغه له درې لسیزو څخه ډېر وخت د بریاليو نړیوالو شرکتونو په جوړولو او اداره کولو کې تېر کړي ديۍ. هغه دندې رامنځته کوي، د اقتصاد پراختیا لپاره پانګه جذبوي او د بنسټیزو بدلونونو په بهیر کې ټولنو ته لارښوونه کوي.
هغه ویلي؛ بنګا د خلکو او سیستمونو اداره کولو او په ټوله نړۍ کې له نړیوالو مشرانو سره کارکولو کې ثابت ریکارد لري، چې غوره پایلې به وړاندې کړي.
بانګا په هند کې لوی شوی او د احمد آباد په مدیریت پوهنتون کې یې زدهکړې کړي. هغه خپل کار په ۱۹۸۱ کې له نیسلي شرکت سره پیل او بیا امریکا ته ولاړ او هلته یې په پیپسي شرکت کې کار پیل کړ.
اجی بانګا په ۲۰۰۰ کال کې بانګا په ۲۰۰۰ کال کې امریکا ته لاړ او په نیویارک کې یې له سیتي ګروپ سره کار کړ.
بانګا د هند او امریکا د اړیکو په ژورولو کې بنستیز رول لوبولی دی.
د هند حکومت هغه ته په ۲۰۱۶ کې د پادماشري جایزه ورکړه. هغه د لومړي وزیر نریندرا مودي په ګډون له لوړ پوړیو هندي مشرانو سره نږدې اړیکې لري.
بانګا له امریکايي سیاستوالو سره هم نږدې اړیکې لري او په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا د هغه وخت د ولسمشر بارک اوباما لخوا د سوداګرۍ د پالیسۍ او مذاکراتو په برخه کې د ولسمشر د مشورتي کمېتې د غړي په توګه نومول شوی و.
د امریکا د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي؛ دوی نه پوهیږي، چې آیا نور هېوادونه به هم دغه پوست ته نوماندان وروپېژني او کنه.