تازه خبرونه

جو بایډن به په راتلونکې اوونۍ کې واکسین شي

Published

on

(Last Updated On: )

رویټرز د  پنجشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۲۷ ) د امریکا د ولسمشرۍ د ګټونکی جوبایډن د همکارانو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې  نوموړی به په راتلونکې اوونۍ  کې کرونا واکسین وکړي.

جوبایډن ۷۸ کلن دی او وایي، چې هغه به په ښکاره ځای کې واکسین شي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د ولسمشر مرستیال مایک پنس به هم د جمعې پر ورځ په یوه ښکاره ناسته کې واکسین شي.

پرون (چارشنبه د لیندۍ ۲۶) امریکا له کرونا ویروسه د مړېنې تر ترټولو لوی شمېر ثبت کړی دی.

د چارشنبې پر ورځ د امریکا د رسمي احصائیو له مخې؛ له ۳۵۰۰ څخه ډېرو خلکو د کرونا ویروس له کبله ژوند له لاسه ورکړی او له ۲۴۰۰۰۰ ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د روانې میاشتې تر پایه به ۲۰ میلیون کسان واکسین شي.

Trending

Exit mobile version