نړۍ

جو بایدن له کیفه د لیدنې پر مهال د نوې نظامي مرستې ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: )

رویترز په ډاګه کړې، چې د امریکا ولسمشر جوبایدن د دوشنبې پر ورځ ( د کب لومړۍ) کیف ته د ناڅاپي سفر پر مهال د اوکراین لپاره د ۵۰۰ میلیون دالرو پر ارزښت د نوې نظامي مرستې ژمنه وکړه.

د امریکا ولسمشر جو بایدن د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په کتنه کې د اوکراین د دیموکراسۍ، ملي حاکمیت او د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د خپل هېواد پر نه ماتېدونکې ژمنې ټینګار څرګند کړ.

هغه ویلي، د پوځي مرستو په کڅوړه کې به د توپخانې مهمات، د وسلو ضد سیستمونه او د هوايي څارنې رادارونه هم وي، چې د اوکراین خلک له هوايي بمبارد خوندي کړي.

بایدن دا ډاډ هم په ډاګه کړ، چې په روانه اوونۍ کې به د روسیې د اشرافو او شرکتونو پروړاندې نور بندیزونه هم اعلان شي او د روسیې له جنګي ماشینه د ملاتړهڅې به یې شنډې کړي.

له دې مخکې سپینې ماڼۍ اوکراین ته د بایدن د سفر په تړاو په یوه اعلامیه کې د هغه له قوله لیکلي وه: د روانې اوونۍ په وروستیو کې به مونږ د هغو اشرافو او شرکتونو پر وړاندې اضافي بندیزونه اعلان کړو، چې هڅه کوي ځان تېر باسي او د روسیې جنګي ماشین پر پښو ودروي.

بایدن له خبرو وروسته د کیف ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴ پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل پیل ته په نغوته کې وویل؛ ګورو، چې یو کال وروسته کیف پر پښو ولاړ دی او اوکراین پر ځای دی، دیموکراسي ټینګه ده، امریکایان ستاسو تر څنګ ولاړ دي او نړۍ ستاسو تر څنګ ولاړه ده.

بایدن د هغو الوتکو په اړه، چې کیف یې د روسانو د پر شاکولو لپاره له لویدیځو متحدینو غواړي؛ څه ندي ویلي.

د امریکا ولسمشر ویلي؛ پوتین فکر کاوه چې اوکراین کمزوری او لویدیځ وېشل شوی او کولی شي زمونږ کار ختم کړي؛ خو زه فکر نه کوم، چې هغه اوس دا فکر ولري.

ولادیمیر زیلینسکي اوکراین ته د بایدن سفر ستایلی او وایي؛ هغه د امریکا له مشرانو سره د جګړې د وضعیت په اړه نورو خبرو اترو ته سترګې په لار دی.

د بایدن د دفتر په څرګندونو کې راغلي، چې د دې سفر په لړ کې به پولنډ ته هم ولاړ شي او په ختیځه اروپا کې د امریکا له متحدینو سره د اوکراین د خلکو د ملاتړ پر روان ساتلو خبرې وکړي.

د یادونې ده، چې په مرکزي کیف کې ډېري لوی سړکونه د دوشنبې پر سهار د ترافیکو پرمخ تړل شوي وه.

Trending

Exit mobile version