نړۍ

جنوبي کوریا، چین او جاپان د سیمه‌ییزې سوداګرۍ پر پراختیا هوکړه وکړه

دا درې آسیايي صادراتي ځواکونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تعرفو لپاره ځانونه چمتو کوي.

Published

on

(Last Updated On: )

جنوبي کوریا، چین او جاپان د یکشنبې پر ورځ له پېنځه کلن ځنډ وروسته خپلې لومړنۍ اقتصادي خبرې اترې ترسره کړې، چې ورسره سیمه‌ییزې سوداګرۍ ته اسانتیاوې برابره او درې اړخیزه سوداګریزه همکاري زیاته شي.

دا درې آسیايي صادراتي ځواکونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تعرفو لپاره ځانونه چمتو کوي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د دې درې هېوادونو د سوداګرۍ وزیرانو هوکړه وکړه، چې د “سیمه‌ییزې او نړیوالې سوداګرۍ” د ودې لپاره د سویلي کوریا، جاپان او چین د آزادې سوداګرۍ تړون په اړه د پراخې او لوړې کچې خبرو اترو لپاره له نږدې کار وکړي.

د سویلي کوریا د سوداګرۍ وزیر دیوک‌ګن آهن ویلي: “دا اړینه ده، چې د RCEP (سیمه‌ییز پراخې اقتصادي ملګرتیا) پلي کول پیاوړي شي او درې واړو هېوادونه په کې برخه واخلي او د کوریا، جاپان او چین د آزادې سوداګرۍ تړون په اړه د خبرو اترو له لارې د درې هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ همکارۍ پراخولو لپاره یو چوکاټ رامنځته شي.”

دغو وزیرانو د چارشنبې پر ورځ د اضافي تعرفو له اعلان څخه مخکې، چې ټرمپ یې د “آزادۍ ورځ” نوموي؛ سره ولیدل.

دا درې واړه هېوادونه د امریکا لوی سوداګریز شریکان دي. که څه هم دوی په بېلابېلو مسلو کې د سرحدي شخړو او له فوکوشیما اټومي بټۍ څخه د راډیو اکټیو فاضله موادو د خوشې کولو په ګډون له یو بل سره اختلاف لري.

دوی په ۲۰۱۲ ز. کال کې د خبرو اترو له پیل راپدېخوا د درې اړخیزې آزادې سوداګرۍ تړون په اړه د پام وړ پرمختګ ندی کړی.

RCEP، چې په ۲۰۲۲ ز. کال کې نافذ شو؛ د آسیا او اوقیانوسیه سیمې د ۱۵ هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ چوکاټ دی، چې موخه یې د سوداګرۍ خنډونه کمول دي.

ټرمپ تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې هغه به د موټرو او د موټر پر پرزو ۲۵ سلنه وارداتي تعرفې ولګوي. دا یو داسې هڅه ده، چې کولی شي شرکتونو ته زیان ورسوي. په ځانګړي توګه د آسیا موټر جوړونکو ته، چې امریکا ته د موټرو ترټولو لوی صادرونکي دي.

له مکسیکو وروسته سویلي کوریا امریکا ته د موټرو ترټولو لوی صادرونکی هېواد دی او جاپان په دوه‌یم ځای کې راځي.

د یادونې ده، چې د دې ۳ هېوادونو وزیرانو هوکړه وکړه، چې خپله راتلونکې ناسته به په جاپان کې وکړي.

Trending

Exit mobile version