نړۍ
جنوبي کوریا، چین او جاپان د سیمهییزې سوداګرۍ پر پراختیا هوکړه وکړه
دا درې آسیايي صادراتي ځواکونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تعرفو لپاره ځانونه چمتو کوي.

جنوبي کوریا، چین او جاپان د یکشنبې پر ورځ له پېنځه کلن ځنډ وروسته خپلې لومړنۍ اقتصادي خبرې اترې ترسره کړې، چې ورسره سیمهییزې سوداګرۍ ته اسانتیاوې برابره او درې اړخیزه سوداګریزه همکاري زیاته شي.
دا درې آسیايي صادراتي ځواکونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تعرفو لپاره ځانونه چمتو کوي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د دې درې هېوادونو د سوداګرۍ وزیرانو هوکړه وکړه، چې د “سیمهییزې او نړیوالې سوداګرۍ” د ودې لپاره د سویلي کوریا، جاپان او چین د آزادې سوداګرۍ تړون په اړه د پراخې او لوړې کچې خبرو اترو لپاره له نږدې کار وکړي.
د سویلي کوریا د سوداګرۍ وزیر دیوکګن آهن ویلي: “دا اړینه ده، چې د RCEP (سیمهییز پراخې اقتصادي ملګرتیا) پلي کول پیاوړي شي او درې واړو هېوادونه په کې برخه واخلي او د کوریا، جاپان او چین د آزادې سوداګرۍ تړون په اړه د خبرو اترو له لارې د درې هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ همکارۍ پراخولو لپاره یو چوکاټ رامنځته شي.”
دغو وزیرانو د چارشنبې پر ورځ د اضافي تعرفو له اعلان څخه مخکې، چې ټرمپ یې د “آزادۍ ورځ” نوموي؛ سره ولیدل.
دا درې واړه هېوادونه د امریکا لوی سوداګریز شریکان دي. که څه هم دوی په بېلابېلو مسلو کې د سرحدي شخړو او له فوکوشیما اټومي بټۍ څخه د راډیو اکټیو فاضله موادو د خوشې کولو په ګډون له یو بل سره اختلاف لري.
دوی په ۲۰۱۲ ز. کال کې د خبرو اترو له پیل راپدېخوا د درې اړخیزې آزادې سوداګرۍ تړون په اړه د پام وړ پرمختګ ندی کړی.
RCEP، چې په ۲۰۲۲ ز. کال کې نافذ شو؛ د آسیا او اوقیانوسیه سیمې د ۱۵ هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ چوکاټ دی، چې موخه یې د سوداګرۍ خنډونه کمول دي.
ټرمپ تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې هغه به د موټرو او د موټر پر پرزو ۲۵ سلنه وارداتي تعرفې ولګوي. دا یو داسې هڅه ده، چې کولی شي شرکتونو ته زیان ورسوي. په ځانګړي توګه د آسیا موټر جوړونکو ته، چې امریکا ته د موټرو ترټولو لوی صادرونکي دي.
له مکسیکو وروسته سویلي کوریا امریکا ته د موټرو ترټولو لوی صادرونکی هېواد دی او جاپان په دوهیم ځای کې راځي.
د یادونې ده، چې د دې ۳ هېوادونو وزیرانو هوکړه وکړه، چې خپله راتلونکې ناسته به په جاپان کې وکړي.
نړۍ
د اوکراین د شخړې د حل لپاره خبرې ښې روانې دي – ټرمپ
ټرمپ نن (یکشنبه) ویلي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا پر منځګړیتوب خبرې اترې ممکن ښې روانې وي.

ټرمپ ويلي، چې د اوکراین خبرې ممکن ښې روانې وي؛ خو د چوپ پاتې کیدو وخت شته دی.
ټرمپ نن (یکشنبه) ویلي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا پر منځګړیتوب خبرې اترې ممکن ښې روانې وي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واشنګټن پر منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو اترو په اړه دا هم وویل: ” کله ناکله باید پرېکړه وشي، چې آیا مونږ عمل وکړو او اقدام ترسره کړو یا دا، چې خبرې بندې او چوپ پاتې شو.”
د جمعې پر ورځ د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د سولې د ترلاسه کولو پر لارو چارو خبرې وکړې.
دا خبرې اترې په داسې وخت کې وشوې، چې د دواړو خواوو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې له احتمالي تړون څخه مخکې د اوربند د هوکړې لپاره خبرې اترې د بشپړ اوربند د شرایطو په اړه د اختلافاتو له کبله پر ټپه درېدلې وې.
د روسیې او امریکایي پلاوي ترمنځ په وروستۍ ناسته کې ویل شوي، چې په اوکراین کې د اوربند د ټینګولو لپاره تر ټولو چټکه لار به د یوې داسې سټراټیژۍ ملاتړ وي، چې د اوکراین د څلورو ختیځو سیمو کنټرول ورکړ شي.
نړۍ
ټرمپ د تعرفو په اړه خپل دریځ بدل کړ
د ټرمپ په دریځ کې د چارشنبې پر ورځ د نویو تعرفو له نافذېدو څخه څه ناڅه څلیریشت ساعته وروسته بدلون رامنځته شو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه درندې تعرفې وځنډولې، چې په دې وروستیو کې یې پر لسګونو هېوادونو نه یوازې لګولې وې، بلکې دې کار یې د ونډو بازارونه یو ځل بیا لوړ کړل؛ خو هغه د نړۍ له دوهیم لوی اقتصاد چین سره سوداګریزه جګړه خوندي کړه.
د ټرمپ په دریځ کې د چارشنبې پر ورځ د نویو تعرفو له نافذېدو څخه څه ناڅه څلیریشت ساعته وروسته بدلون رامنځته شو.
د تعرفو لګولو له کبله د ونډو له بازارونو څخه په ټریلیونونو ډالر لرې شول.
ټرمپ له دې اعلان وروسته خبریالانو ته وویل: “ما فکر کاوه، چې خلک به یو څه له کرښې ووځي، پوهیږئ، چې عصباني کیږي.”
د ۹۰ ورځو لپاره د تعرفو له ځنډولو سره حتا د چین ونډې د حکومت د ملاتړ په هیله لوړې شوې. که څه هم د یوان اسعارو د نړیوال مالي بحران راپدېخوا تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ شوی دی.
د جنوري په میاشت کې سپینې ماڼۍ ته له راستنېدو راپدېخوا ټرمپ پرلهپسې خپلو سوداګریزو شریکانو ته پر یو لړ جزایی اقداماتو ګواښونه کړي دي؛ خو وروسته یې ځینې لغوه کړي دي. د هغه متزلزله دریځ د نړۍ مشران او سوداګر مغشوش کړي دي.
نړۍ
ټرمپ له ایران سره له مستقیمې لیدنې او عراقچي له نامستقیمو خبرو خبر ورکړی
ایراني چارواکو له دې مخکې ویلي وه، چې تهران د خپل اټومي پروګرام په اړه د مستقیمو خبرو اترو لپاره د ټرمپ له غوښتنو سره مقاومت کړی؛ خو د نامستقیمو خبرو اترو لپاره یې دروازه پرانیستې پرېښې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د لیدنې پر مهال له ایران سره مستقیمو خبرو اترو ته نغوته(اشاره) چې د دواړو خواوو ترمنځ لیدنه به د شنبې پر ورځ په لوړه کچه وي؛ خو د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، چې د دواړو خواوو ترمنځ لیدنه به نامستقیمه وي.
ایراني چارواکو له دې مخکې ویلي وه، چې تهران د خپل اټومي پروګرام په اړه د مستقیمو خبرو اترو لپاره د ټرمپ له غوښتنو سره مقاومت کړی؛ خو د نامستقیمو خبرو اترو لپاره یې دروازه پرانیستې پرېښې ده.
د امریکا ولسمشر له نتانیاهو سره په کتنه ویلي: “له ایران سره زمونږ خبرې اترې په نسبتاً لوړه کچه روانې دي.” مونږ له هغوی سره مستقیمې خبرې اترې کوو. “مونږ به د شنبې پر ورځ له ایران سره په نسبتاً لوړه کچه خبرې اترې وکړو.”
هغه زیاته کړې: “مونږ به یوه ډېره مهمه ناسته ولرو او وګورو، چې څه کېږي. زه فکر کوم، چې هوکړې ته لېواله دي؛ ځکه د نورو غوراویو پر پرتله دا غوره ده.”
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ: “ښایي له ایران سره یوه معامله وشي. که دا خبرې اترې پایلې ته ونهرسیږي، ایران به په لوی خطر کې وي.”
ټرمپ، چې د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې د نتانیاهو تر څنګ ناست و؛ خبریالانو ته وویل، چې له ایران سره معامله له هغو اقداماتو څخه غوره ده، چې “زه غواړم په کې ښکېل شم، یا اسرائیل وغواړي په کې ښکېل شي.”
نوموړي زیاته کړې: “زه هیله لرم، چې دا خبرې اترې بریالۍ وي او که بریالۍ شي؛ نو دا به د ایران په ګټه وي.”
واک ته له رسیدو وروسته ټرمپ څرګنده کړې، چې هغه به د پوځي شخړې پر ځای د ایران د اټومي پروګرام په اړه یوې هوکړې ته رسیدل غوره وګڼي. هغه په مارچ میاشت کې ویلي، چې هغه د ایران ستر مشر علي خامنهیي ته یو لیک لیکلی، چې د خبرو اترو وړاندیز یې کړی و.
په وروستیو اوونیو کې ایران د ټرمپ د مستقیمو خبرو اترو یا د پوځي برید ګواښونو له غوښتنې سره مقاومت کړی او پخپل دریځ یې ټینګار ته دوام ورکړی دی. دا اوس څرګنده نده، چې د شنبې ورځې خبرې اترې به مستقیمې وي او یا لکه څنګه، چې ټرمپ ویلي، یا غیر مستقیمې لکه څنګه، چې عراقچي وویل.
د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا او ایران ترمنځ نامستقیمې خبرې اترې هم وشوې؛ خو د پام وړ پرمختګ یې ونهکړ. د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ پېژندل شوې مستقیمې خبرې اترې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال وشوې، چې د ۲۰۱۵ کال نړیوال اټومي تړون ته لار اواره کړه، چې ټرمپ وروسته ترې ووت.
ټرمپ، چې د جنورۍ په میاشت کې یې واک ته له رسېدو راپدېخوا یې په سیمه کې د امریکا پوځي حضور زیات کړی دی؛ ویلي، چې هغه د پوځي شخړې پر ځای د ایران د اټومي پروګرام په اړه یوې هوکړې ته رسیدل غوره ګڼي.
د فبرورۍ پر شپږمه هغه اعلان وکړ، چې د ایران ستر مشر علي خامنهیي ته یو لیک لېږلی، چې په کې د خبرو اترو وړاندیز شوی دی.
ایراني چارواکو په هغه وخت کې اعلان وکړ، چې دوی د فشار او ګواښونو لاندې خبرو اترو ته لېواله ندي، دا هغه دریځ دی، چې اوس یې ترې دډه کړې.
خامنهیي د فبرورۍ په نیمایي کې ویلي وه، چې له امریکا سره خبرې اترې “نه هوښیارانه دي او نه هم عزتمنې .”
د ټرمپ له اعلان څو ساعته مخکې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل، چې ایران د تهران د نامستقیمو خبرو اترو وړاندیز ته د امریکا د ځواب پر تمه دی.
هغه وویل، چې ایران دا وړاندیز “سخاوتمندانه، مسوولانه او عزتمن” ګڼي.
د ټرمپ له څرګندونو وروسته یوه جګپوړي ایراني چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي رویټرز ته وویل: “خبرې اترې به مستقیمې نوي … دوی به د عمان پر منځګړیتوب به وشي.”
دا خبر یو ساعت وروسته د ایران بهرنیو چارو وزیر د ایکس پاڼې په پوسټ کې تائید کړ. عمان، چې له دواړو هېوادونو سره ښې اړیکې لري؛ له اوږدې مودې راپدېخوا د ایران او امریکا ترمنځ د پیغامونو د تبادلې لپاره د پل په توګه کار کړی دی.
نورنیوز، چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا ته نږدې رسنۍ ده هم د مستقیمو خبرو اترو د امکان په اړه د ټرمپ څرګندونې د “کورني او نړیوالو عامه افکارو د نفوذ لپاره د رواني عملیاتو” یوه برخه وبلله.
یو بل ایراني چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز ته ویلي، چې ممکن یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره شاوخوا دوه میاشتې پاتې وي؛ ځکه داسې اندېښنې شته، چې که خبرې اترې وځنډیږي اسرائیل به برید پیل وکړي.
نتنیاهو، چې د امریکا او ایران د خبرو اترو مخالف دی، له ټرمپ سره د لیدنې پر مهال خبریالانو ته وویل، چې که ډیپلوماسي کولی شي اټومي وسلو د ایران د لاسرسي مخه ونیسي؛ ” هغه څه، چې په لیبیا کې ترسره شول، فکر کوم، چې دا به یو ښه کار وي.”
ټرمپ د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د خپلې ولسمشرۍ په موده کې له JCPOA څخه امریکا وایستله او پر ایران یې پراخ بندیزونه ولګول.
له هغه وخت راپدېخوا ایران د یورانیمو د غني کولو په اړه په هغه تړون کې له ټاکل شويو حدونو د پام وړ ګامونه پورته کړي دي.
لویدیځ قدرتونه ایران تورنوي، چې هڅه کوي د یورانیمو د غني کولو د کچې پر لوړولو د اټومي وسلو د جوړولو وړتیا ترلاسه کوي؛ ځکه، چې د دوی پر وینا د غني کولو دا کچه د ملکي موخو لپاره د توجیه وړ نده.
دا بدلونونه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې له لسیزو راپدېخوا د ایران نیابتي ځواکونه پر لوی لګښت د اسرائیل او امریکا له نفوذ سره د مقابلې لپاره جوړ شوي؛ په یوه نازک حالت کې دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه د فلسطیني ډلې حماس لخوا په اسرائیلو له برید وروسته، چې په منځني ختیځ کې یې جګړه پیل کړه؛ نیابتي ځواکونه کمزوري شوي دي.
د غزې د جګړې له پیل راپدېخوا، په غزه کې حماس او په لبنان کې حزب الله د اسرائیلو د درندو بریدونو هدف ګرځیدلي او په یمن کې حوثیان له تېرې میاشتې راپدېخوا د امریکا د هوايي بریدونو هدف ګرځیدلي دي.
-
تازه خبرونه4 days ago
د امریکا د استازو جرګې د نوې لایحې له مخې اسلامي امارت نړیوالو مرستو ته لاسرسی نشي موندلی
-
لوبی5 days ago
د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډلې د نیپال پر وړاندې د ۵۰ آوریزو لوبو لړۍ وګټله
-
نړۍ4 days ago
ټرمپ د تعرفو په اړه خپل دریځ بدل کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
یوناما په افغانستان کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د پایلو په اړه خپل راپورخپور کړ
-
تازه خبرونه5 days ago
افغان بيسيم په تورخم کې راستنېدونکو ته د وړیا خدماتو او وړيا سيمکارتونو د وېش لړۍ پيل کړه
-
تازه خبرونه5 days ago
د ایران د ولسمشر مرستیال له افغانستان سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه5 days ago
په تېرو دوه ورځو کې پاکستان له ۸۰۰۰ څخه ډېر افغان کډوال جبري ایستلي – یوناما
-
نړۍ23 hours ago
د اوکراین د شخړې د حل لپاره خبرې ښې روانې دي – ټرمپ