Connect with us

سیمه ییز خبرونه

جنرال کيم دهوايي گزمو په مرسته دپولو په ساتنه کې مرسته کوي

خپور شوی

د

دکونړ والي وايي چي: په لومړي ځل د پاکستاني د بريدونو په غبرگون ورسره يولوړپوړې امريکايي قومندان دپولې په ساتنه کې دمرستې خبره کوي .داڅرگندونې په داسې مهال کيږي چې دکونړ چارواکي په سرحدي سيمو کې دپاکستاني ځواکونو دنويو پوستو په جوړولو اندېښمن دي. په ختيځ کې دمېشتو بهرنيو ځواکونو قومندان جنرال کيم کونړ ته دخپل سفر پرمهال دکونړ والي اوامنيتي چارواکو سره په خبرو کې په دې ټينگار وکړ چې دکونړ په سرحدي سيمو کې به دهوايي گزموله لارې دپولې په ساتنه کې له افغان ځواکونو سره مرسته کوي اوټينگار کوي چې دپولې په څنډو کې دپاکستاني ځواکونو دنويو پوستو اوخوځښتونو په اړه دکونړ دخلکواوچارواکو انديښنوپه راکمولو کې به پوره هڅه کوي. کيم داخبره په داسې حال کې کوي چې په تېرو څلورومېاشتو کې دپاکستان له سرحدي سيمو دافغانستان په خاوره له زرو زيات توغندي ويشتل شوي چې له امله يې خلکو ته درانه مالي اوځاني زيانونه اوښتي خوپه اړه يې افغان لوري کوم غبرگون نه دى ښودلى . دکونړ والي سيدفضل الله وحيدي زياتوي دالومړى ځل دى چې دکونړ په سرحدي سيمو دپاکستاني ځواکونو دتوغنديزو بريدونو په غبرگون ورسره يو لوړپوړى امريکايي قومندان دپولې په ساتنه کې دمرستې خبره کوي خو نوموړى وايي داړتياپه صورت کې افغان ځواکونه او ولسي خلک ددې توان لري چې دجگړې په لومړى کرښه کې خپل دښمن ته ماتې ورکړي خو ټينگار کوي چې راولاړه شوې ستونزه بايد دخبرو له لارې هواره شي . دافغان اوبهرنيوچارواکو لخوا داڅرگندونې په داسې مهال کيږي چې په ډيورنډ کرښه دپاکستاني ځواکونو نويو پوستو او خوځښتونو دسيمې خلک انديښمن کړي اوپه ويره کې دي چې يووار بيابه پاکستاني ځواکونه ددوي سيمې تربريد لاندې راولي .
Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

تازه خبرونه

کمزوری ایران ښایي د اټومي وسلو پر پراختیا راوڅرخیږي – سپینه ماڼۍ

رویټرز خبري سرچینې د یکشنبې پر ورځ ( د مرغومي دوه‌یمه) خبر ورکړ، چې د بایډن اداره پدې اړه اندېښمنه ​​ده.

Published

on

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان څرګنده کړې، چې ایران ښايي په سیمه کې له پرله‌پسې ماتې د اټمي وسلو پر پراختیا راوڅرخیږي.

رویټرز خبري سرچینې د یکشنبې پر ورځ ( د مرغومي دوه‌یمه) خبر ورکړ، چې د بایډن اداره پدې اړه اندېښمنه ​​ده.

د راپور له مخې؛ سپینه ماڼۍ غواړي، چې دا اندېښنه د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته هم وړاندې کړي.

په راپور کې راغلي، چې د ایران د نیابتي ډلو پر وړاندې د اسرائیلو له پراخو بریدونو او د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته دې هېواد نه یوازې خپل سیمه‌ییز نفوذ له لاسه ورکړی، بلکې له پرله‌پسې ناکامیو سره هم مخ شوی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار سیانان ته ویلي، چې پر ایراني تاسیساتو د اسرائیلو بریدونو د توغندیو د کارخونو په ګډون د دې هېواد هوايي دفاعي سیسټم او دودیز پوځي توان کم کړی دی.

سالیوان ټینګار کړی: دا د حیرانتیا خبره نده، چې په ایران کې د اټومي وسلو لرلو ته د لیوالتیا غږ اورېدل کیږي.

هغه يادونه کړې، چې ايران وايي: اټومي پروګرام يې سوله‌ييز دى؛ خو له بنديزونو سره - سره يې د يورانيمو غني کول پراخه کړي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي؛ دا خطر شته، چې ایران به د اټومي وسلو د نه جوړولو په اړه خپله ژمنه ودروي.

هغه منلې، چې په دې اړه د امریکا له نوي حکومت سره خبرې کوي او په دې اړه یې له تل‌ابیب سره هم خبرې کړې دي.

نړیوالې تمې او سترګې د نوي کال د جنورۍ پر شلمه هغې ورځې ته اوړي، چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ننوځي.

ویل کیږي، چې هغه د بایډن د حکومت پر پرتله د تهران پر وړاندې سخت دریځ لري.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د توغندیو د پروګرام په اړه د امریکا خبرداری بې بنسټه دی – پاکستان

د روانې اوونۍ په پیل کې د امریکا د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینر ویلي، چې د پاکستان د لرې واټن بالیسټیک توغندیو پراختیا دا یو ” نوی رامنځته کېدونکې ګواښ” دی.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ د یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي هغه ادعاوې بې بنسټه او له "عقلانیت وتلې" وبللې، چې ګواکې د دوی د توغندیو پروګرام امریکا ته ګواښ پېښولی شي.

د روانې اوونۍ په پیل کې د امریکا د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینر ویلي، چې د پاکستان د لرې واټن بالیسټیک توغندیو پراختیا دا یو " نوی رامنځته کېدونکې ګواښ" دی.

د جان فینر څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شوې، چې واشنګټن د بالسټیک توغندیو د پروګرام په تړاو د بندیزونو نوی پړاو اعلان کړ. دغه راز هغه په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د واشنګټن او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو پر خرابېدو ټینګار وکړ.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جان فینر څرګندونو ته په نغوته کې ویلي، چې د ادعا شوي ګواښ تصور " خواشینوونکی" دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې: "دا تورونه بې بنسټه، له عقلانیت او تاریخ څخه بې برخې دي."

دغه وزارت وايي، ستراتیژیکې وړتیاوې یې یوازې د خپل حاکمیت د دفاع او د سیمه‌‌ییز ثبات د ساتلو لپاره دي او باید د بل هېواد لپاره د ګواښ په توګه ونه ګڼل شي.

دې راپور له امریکا سره د پاکستان د همکارۍ اوږد تاریخ هم پر ګوته کړ؛ په ځانګړي توګه د ترهګرۍ په ضد هڅو کې او د سیمه‌ییز امنیت او ثبات په ګډون د هراړخیزو هڅو د رغنده ښکئلتیا لپاره خپله ژمنه بیا تکرار کړه.

د امریکا او پاکستان تر منځ اړیکې له ټیټو او ژورو سره مخ شوي دي. دغه هېوادونو د سړې جګړې پر مهال او د سپټمبر له یوولسمې وروسته د القاعدې پر ضد جګړه کې همکاري وکړه.

د جنوبي آسیا په دې هېواد کې د پاکستان د پوځ لخوا د کودتاه، په افغانستان کې د طالبانو د ۱۹۹۶ -۲۰۰۱ کلونو د واکمنۍ د ملاتړ او د اټومي وسلو د پروګرام له کبله اړیکې خړې پړې شوې دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې چاودنې له کبله ووژل شو

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ جنرال ایګور کریلوف، چې د روسیې د اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي خوندیتوب ځواکونو مشر و؛ له کرملین څخه اووه کیلومټره لرې د ریازانسکي سړک له اپارتماني ودانۍ بهر ووژل شو.

Published

on

د روسیې څېړنیزې کمیټې اعلان کړی، چې نن (سې‌ شنبه د لیندۍ اووه‌ویشتمه) په مسکو کې د دې هېواد د اتومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې بمي چاودنې له کبله وژل شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ جنرال ایګور کریلوف، چې د روسیې د اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي خوندیتوب ځواکونو مشر و؛ له کرملین څخه اووه کیلومټره لرې د ریازانسکي سړک له اپارتماني ودانۍ بهر ووژل شو.

په دې پېښه کې د هغه مرستیال هم وژل شوی دی.

د کیف انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د اوکراین حکومتي چارواکو کریلوف په اوکراین کې د کیمیاوي وسلو پر کارولو تورن کړی دی.

د اوکټوبر په میاشت کې بریټانیا پر کریلوف او د روسیې اټومي دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې د زهرجنو موادو د کارولو له کبله بندیزونه لګولي وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!