تازه خبرونه

جاپان د بامیان د تاریخي آثارو د بیا رغاونې او ساتنې تړون لاسلیک کړ

Published

on

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستیال، د جاپان د سفیر او د یونسکو د استازي تر منځ د بامیان د تاریخي آثارو د بیا رغاونې او ساتنې لپاره د نږدې څلور میلیون ډالر مرستې تړون لاسلیک شو.

د جاپان سفیر وایي، په دې پروژه کې به د تاریخي آثارو رغاونې او ساتنې ته ډېر پام وشي.

 په کابل کې د جاپان سفیر مستوجي سوزوکا وایي؛ له دې سره به ګرځندوی هم پراختیا ومومي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او لرغونپوه رسول باوري ویلي، د نړیوالو فرهنګي میراثونو تلپاتې مدیریت د افغانستان لپاره مهم کار دی.

د یونسکو دفتر څرګنده کړې، چې په دې پروژه کې د فرهنګي میراثونو ساتنه او پراختیا رانغښتې ده.

په افغانستان کې د یونسکو استازي جوردن نایدو وایي؛ دا نوې پروژه، چې لاسلیک شوه، د جاپان او افغانستان د دولت او یونسکو د تلپاتې همکاریو ښکارندویي کوي او  دا ښیي، چې مونږ د نړیوالو میراثونو ساتنې ته هڅه کوو.

د جاپان سفیر او د یونسکو استازيو په ډاګه کړې، چې، دوی په فرهنګي سکتور کې له افغانستان څخه ملاتړ روان ساتي او د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې د بامیان بتانو د لیرې کولو د مخنیوي لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

Trending

Exit mobile version