تازه خبرونه
جاپان له افغانستان سره له ۱۰۶ میلیون دالرو د ډېرې مرستې ډاډ څرګند کړ
د جاپان سفارت نن سې شنبې د لیندۍ ۱۵ څرګنده کړې، چې هېواد یې له روان بشري ناورین سره د مبارزې لپاره افغانستان ته د ۱۰۶ اعشاریه ۷ میلیون دالرو اضافي مرستې پرېکړه کړې ده.
په کابل کې د جاپان سفارت تویت کړی: خوښ یوو، چې جاپان له افغانستان سره د ۱۰۶ اعشاریه ۷ میلیون دالرو اضافي مرستې پرېکړه کړې ده.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ له دغو مرستو سره به نه یوازې بشري اړتیاوې پوره شي، بلکې د بشري پروژو د پلي کولو لپاره به هم زمینه برابره کړي. مونږ هیله من یوو، چې له دې پروژو سره به د افغانانو خوشحالي احساس شي.
د جاپان سفارت په ډاګه کړې، چې دا پروژې به د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوالو موسسو او نادولتي موسسو لخوا پلي شي، چې موخه یې له بېلابېلو لارو چارو د ژوندانه ښه کول دي.
دغه راز ویل شوي، چې له دغو ۱۰۶ اعشاریه ۷ میلیون دالرو سره به د ۲۰۲۱ ز. کال راپدیخوا له افغانستان سره د جاپان ټولې مرستې ۳۳۵ میلیون دالرو ته ورسیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې مخکې د دسمبر پر ۳ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست تویت کړی، چې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې یا جایکا سره یې د افغانستان د بشري اړتیاوو او بشري حقونو په اړه خبرې کړې دي.
ویست د شنبې پر ورځ څرګنده کړې: جاپان د افغانانو دوست او له ۲۰ کلونو راپدیخوا هلته زمونږ همکار دی او مونږ د جاپان د فعالې دیپلوماسۍ او روان سخاوت څخه د زړه له کومي مننه کوو.
توماس ویست دا ډاډ هم څرګند کړی؛ مونږ له خپلو متحدینو سره یوځای کار کوو، مونږ تل په هره ننګونه کې پیاوړي یوو او په بېلابېلو برخو کې به د جاپان تخصص او مرستې روانې وساتو.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له دې مخکې ویلي وه، چې د روانې دسمبر میاشتې لومړۍ څخه تر اتمې به جاپان، هند او عربي متحده اماراتو ته سفر کوي او هلته به د بشري مرستو، د بشري حقونو ساتنې او د نجونو د زدکړو په اړه د کوربه هېوادونو له چارواکو سره همغږي رامنځته کړي.