نړۍ

جاپان د شمالي کوریا بالاستیک توغندي توغول وغندل

Published

on

(Last Updated On: )

شمالي کوریا د یکشنبې پر ورځ له هغې وروسته، چې د جنوبي کوریا او امریکا ګډ پوځي تمرینونه پای ته ورسېدل؛ له خپل ختیځ ساحل څخه د بحر پر لوري اته لنډ واټن ویشتونکي بالاستیک توغندي وتوغول.

ویل کیږي، چې په دې دوه اړخیزو روزنیزو هڅو کې له څلور کلن ځنډ وروسته یوې امریکايي الوتکې وړونکې بېړۍ هم ګډون کړی و

د جنوبي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز وايي، د شمالي کوریا د پلازمېنې پیونګ یانګ له سنان سیمې څخه لږ تر لږه اته توغندي توغول شوي دي.

د جاپان دفاع وزیر نوبو کیشي هم ویلي، چې شمالي کوریا څو توغندي توغولي او دا عمل یې د زغملو وړ ندی.

هغه په ​​یوه لنډه وینا کې وویل؛ لږ تر لږه یو توغندی یو متغیر ټیکری لري او دا په ګوته کوي، چې د توغندیو د دفاع د مخنیوي پر وړتیاوو سمبال هم دي.

د متحده ایالاتو د هند – پاسیفیک قومندانۍ په ډاګه کړې، چې د شمالي کوریا د څو بالاستیک توغندیو ازمایښت بې ثباتې پر ګوته کوي؛ خو دا پېښه سمدستي ګواښ نکوي.

شمالي کوریا تر اوسه د دې توغندي د توغولو په اړه څه ندي ویلي؛ خو مایکل ډیوټسمن ویلي؛ داسې بریښي، چې دا د شمالي کوریا لخوا د پوځي روزنې یوه برخه وي.

تېره اوونۍ امريکا پر شمالي کوريا د بالاستيک توغنديو د آزموينې له کبله د ملګرو ملتونو لخوا د نورو بنديزونو غوښتنه وکړه؛ خو چين او روسيې دا وړانديز ويټو او د لومړي ځل لپاره يې د شمالي کوريا په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ووېشله. کله، چې په ۲۰۰۶ کال کې دغه هېواد ته سزا ورکول پيل شول؛ شمالي کوریا خپله لومړنۍ اټومي آزموینه وکړه.

په دې وروستیو اوونیو کې شمالي کوریا د خپلو تر ټولو د لوی بین البراعظمي بالاستیک توغنديو (ICBM) په ګډون یو لړ توغندي آزمویلي دي.

شمالي کوریا خپله وروستۍ آزموینه د مې پر پېنځه ویشتمې هغه مهال تر سره کړه، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د آسیا سفر پای ته رسولی و.

د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز ویلي؛ د سې شنبې پر ورځ د جنوبي کوریا او امریکا کښتیو د جاپان د اوکیناوا ټاپو ته نږدې په نړیوالو اوبو کې درې ورځنۍ پوځي روزنه پای ته ورسوله، چې د هوايي دفاع، د کښتۍ ضد، د اوبتل ضد او د سمندري خنډونو عملیات په کې نندارې ته وړاندې شول.

په دې روزنه کې د یو ایس ایس رونالډ ریګن د۱۰۰۰۰۰ ټنه اټومي ځواک وړ الوتکه وړونکې بېړۍ، له نورو لویو جنګي بېړیو په ګډون ښکاره شوې دي.

د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول، چې د می پر ۱۰ نېټه یې دنده پیل کړه، له بایډن سره هوکړه وکړه، چې د شمالي کوریا د مخنیوي لپاره دوه اړخیزه پوځي زوزنه زیاته کړي.

شمالي کوریا د ډیپلوماسۍ په اړه پر خبرو سربیره د پیونګ یانګ په وړاندې د واشنګټن پرلپسې دښمني او روزنیزې هڅې د نیوکې وړ بولي، چې مخه یې باید نیول شوې وای.

Trending

Exit mobile version