تازه خبرونه

تېره میاشت له اسلام‌آباد او راولپنډۍ څخه ۱۸ زره افغانان ستانه شول

د کډوالۍ نړیواله ټولنه (IOM) د چارشنبې پر ورځ (د کب لومړۍ) یو راپور خپور کړ، چې په کې ویل شوي؛ یوازې د جنورۍ په دوه‌یمه نیمایي کې له دې ښارونو څخه ۹ زره ۸۴۶ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

Published

on

(Last Updated On: )

د کډوالۍ نړیواله ټولنه وايي، چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ څخه تر پایه پورې له ۱۸ زره ډېر افغانان د پاکستان له اسلامآباد او راولپنډۍ ښارونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیواله ټولنه (IOM) د چارشنبې پر ورځ (د کب لومړۍ) یو راپور خپور کړ، چې په کې ویل شوي؛ یوازې د جنورۍ په دوه‌یمه نیمایي کې له دې ښارونو څخه ۹ زره ۸۴۶ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

د راپور له مخې؛ د مرغومي له اووه‌ویشتمې څخه سلواغې تر دولسمې /  د جنوري له شپاړلسمې څخه تر یو دېرشمې پورې د ۲۹۱ کورنیو مشر افغانستان ته د راستنیدو په اړه یوه فورمه ډکه کړې ده.

دې ټولنې زیاته کړې، چې د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راپدېخوا ۸۲۴ زره ۵۶۸ کسان افغانستان ته راستانه شوي، چې یوازې د روان کال په جنوري کې ۱۸ زره ۵۷۷ کسان هېواد ته راستانه شوي، چې د ټولټال دوه سلنه جوړوي.

په راپور کې راغلي، چې دا کډوال د تورخم، چمن، غلام خان، بادینی او بهرامچه له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

د راپور له مخې؛ د راستنېدونکو ۴۶ سلنه د ۱۸ او ۵۹ کلونو ترمنځ عمرونه لري او ۳۰ سلنه یې د ۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي.

د کډوالۍ نړیوالې ټولنې ویلي، چې ۷۸ سلنه افغان کډوال د پاکستانيو پولیسو لخوا د نیول کیدو له وېرې هېواد ته راغلي دي.

د راپور له مخې، د کرایې د ورکولو د توان نهلرلو له کبله هم ۳۴ سلنه افغان کډوال افغانستان ته راستانه  شوي دي.

ویل کیږي، چې په دې وروستیو اوونیو کې پاکستان له اسلام‌آباد او راولپنډۍ څخه د افغان کډوالو نیول او ایستل زیات کړي دي.

Trending

Exit mobile version