تازه خبرونه
تېره میاشت له اسلامآباد او راولپنډۍ څخه ۱۸ زره افغانان ستانه شول
د کډوالۍ نړیواله ټولنه (IOM) د چارشنبې پر ورځ (د کب لومړۍ) یو راپور خپور کړ، چې په کې ویل شوي؛ یوازې د جنورۍ په دوهیمه نیمایي کې له دې ښارونو څخه ۹ زره ۸۴۶ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کډوالۍ نړیواله ټولنه وايي، چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ څخه تر پایه پورې له ۱۸ زره ډېر افغانان د پاکستان له اسلامآباد او راولپنډۍ ښارونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کډوالۍ نړیواله ټولنه (IOM) د چارشنبې پر ورځ (د کب لومړۍ) یو راپور خپور کړ، چې په کې ویل شوي؛ یوازې د جنورۍ په دوهیمه نیمایي کې له دې ښارونو څخه ۹ زره ۸۴۶ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.
د راپور له مخې؛ د مرغومي له اووهویشتمې څخه سلواغې تر دولسمې / د جنوري له شپاړلسمې څخه تر یو دېرشمې پورې د ۲۹۱ کورنیو مشر افغانستان ته د راستنیدو په اړه یوه فورمه ډکه کړې ده.
دې ټولنې زیاته کړې، چې د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راپدېخوا ۸۲۴ زره ۵۶۸ کسان افغانستان ته راستانه شوي، چې یوازې د روان کال په جنوري کې ۱۸ زره ۵۷۷ کسان هېواد ته راستانه شوي، چې د ټولټال دوه سلنه جوړوي.
په راپور کې راغلي، چې دا کډوال د تورخم، چمن، غلام خان، بادینی او بهرامچه له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
د راپور له مخې؛ د راستنېدونکو ۴۶ سلنه د ۱۸ او ۵۹ کلونو ترمنځ عمرونه لري او ۳۰ سلنه یې د ۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي.
د کډوالۍ نړیوالې ټولنې ویلي، چې ۷۸ سلنه افغان کډوال د پاکستانيو پولیسو لخوا د نیول کیدو له وېرې هېواد ته راغلي دي.
د راپور له مخې، د کرایې د ورکولو د توان نهلرلو له کبله هم ۳۴ سلنه افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
ویل کیږي، چې په دې وروستیو اوونیو کې پاکستان له اسلامآباد او راولپنډۍ څخه د افغان کډوالو نیول او ایستل زیات کړي دي.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سوداگري4 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
