تازه خبرونه
تولیدي شرکتونه دې خپل محصولات معیاري کړي – ملا عبدالغني برادر
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د یو مسوول حکومت په توګه له ټولو صنعتکارانو او تجارانو څخه په کلکه ملاتړ کوي او هیله من دی، چې خپل فعالیتونه او خدمتونه پر معیارونو برابر کړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن (سې شنبه د تلې ۲۶) د نورم او ستندرد ادارې په اقتصادي غونډه کې د ملي اقتصاد د ودې لپاره د افغانستان د اوسپنې د استخراج له سکتور څخه د ملاتړ او هڅونې تر عنوان لاندې په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې صنعتکاران د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي. له همدې کبله اسلامي امارت د کورنیو تولیدي شرکتونو د اړتیا وړ توکو د برابرولو لپاره د زاړو او داغمه اوسپنو صادرات او قاچاق بند کړي دي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي: زه د یو مسوول په صفت پر صنعتکارانو او تجارانو غږ کوم، چې خپل تولیدات د معیارونو مطابق برابر کړي؛ ځکه اسلامي امارت که د هېواد او هېوادوالو د سوکالۍ لپاره صنعت ته ترجیح ورکوي،خو کیفیت او معیار بیا ورته تر ټولو لومړیتوب لري.
ملا برادر وايي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې صنعتکارانو ته د برښنا د برابرولو تر څنګ د مالي امنیت په تأمین کې هم ډېرې هڅې وکړي.
عبدالغني برادر زیاته کړې، چې له هېواد څخه د زړو اوسپنو د ایستل کېدو د مخنیوی هدف دا و، چې د کورنيو تولیدوونکيو د خامو موادو اړتیا پوره شي او د خپلو کورنیو تولیداتو ملاتړ وشي.
نوموړی وایي: د افغانستان اسلامي امارت په پام کې لري، چې د رڼو او شفافو پروسو له لارې د اوسپنې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کړي، چې په راتلونکي کې زمونږ د اوسپنې ویلې کوونکې کارخونې د خامو موادو له کمښت سره مخ نشي.
د افغانستان د نورم اوستندرد ادارې او د ښارجوړوني وزارت هم د هېواد د اوسپنې ویلې کولو د کارخونو له مسوولینو غوښتي، چې د خپلو تولیداتو په ستندرد کولو کې پوره هڅه وکړي او خپل ولس ته باکیفیته تولیدات وړاندې کړي.
د ښار جوړونې وزیر مولوي حمدالله نعماني وایي: اړینه ده، چې په هېواد کې د ټولو اقتصادي فعالیتونو د ستندرد کیدو لپاره کار وشي. زه خوښ یم، چې د ستندرد ادارې له فعالیتونو سره مونږ د ستندر کیدو پر لوري حرکت پیل کړ.
د نورم او ستندرد ادارې رییس ملا فیض الله تمیم وایي: مونږ په ټوله معنا د هغه صنعتکارانو او سوداګرو ملاتړ کوو، چې په کارونو او فعالیتونو کې ستندردونه په نظر کې ونیسي او مونږه جدي یو، چې ستندر دونه په ټولوبرخو کې پیل کړو.
د افغانستان د اوسپنې د ویلې کولو ټولني غړي هم وايي، چې اسلامي امارت ور سره همکاري کړې او زیاتوي، چې په دې سکتور کې ۵۰ فابریکې فعالیت کوي چې ۵۰۰ میلیون ډالر پانګونه پرې شوې او نږدې ۲۰ هېوادوال په کې کار کوي.
د اوسپنې ویلې کولو ټولنې رییس عصمت الله وردګ وایي: د افغانستان اسلامي امارت دې له مونږ سره همکاري وکړي، چې د اوسپنې قاچاق مخه ونیول شي، اړوند ستونزې راته حل کړي.
د هېواد اقتصادي مرستیال برادر وايي؛ د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره اړینه ده، چې له کورنيو تولیداتو ملاتړ وشي. د نړۍ د پرمختللیو هېوادونو اقتصادي وده له صنعتي فعالیتونو پيل شوې ده.
هغه هیله څرګندوي، چې افغانستان به هم د صنعتي کیدو بهیر په بریالیتوب سره تر سره کړي او په راتلونکي کې به یو پياوړی اقتصاد ولري.