تازه خبرونه

تورخم دروازه د موټرو او ناروغانو پر مخ بیا پرانستل شوه

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویلي؛ د افغان او پاکستاني کمیسارانو ترمنځ له هوکړې وروسته د تورخم دروازه د چارشنبې ورځې د مازیګر پر ۴ بجو له ۲۶ ورځو تړل کېدو وروسته د ټرانزیټ او ناروغانو لپاره پرانیستل شوه او  ټاکل شوې، چې د جمعې پر ورځ نورو مسافرو ته هم د تګ راتګ اجازه ورکړ شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د تورخم دروازه له ۲۶ ورځو وروسته د ټرانسپورټ لپاره پرانیستل شوه او ټاکل شوې، چې د جمعې پر ورځ د مسافرو پر مخ پرانیستل شي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویلي؛ د افغان او پاکستاني کمیسارانو ترمنځ له هوکړې وروسته د تورخم دروازه د چارشنبې ورځې د مازیګر پر ۴ بجو له ۲۶ ورځو تړل کېدو وروسته د ټرانزیټ او ناروغانو لپاره پرانیستل شوه او  ټاکل شوې، چې د جمعې پر ورځ نورو مسافرو ته هم د تګ راتګ اجازه ورکړ شي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې غړو ويلي، چې د دروازې د بیا پرانیستلو لپاره د دواړو خواوو د خصوصي سکټورونو ترمنځ څو پړاوه خبرې اترې وشوې؛ خو دا دی په تورخم کې افغان او پاکستاني کمیسارانو د دې سوداګریزې لارې پر پرانستلو هوکړه وکړه. 

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې د دارلانشا رییس زیاته کړې، افغان سوداګرو په دې موده کې هره ورځ لږ تر لږه یو میلیون ډالر زیان لیدلی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې دوروازې  د پرانستلو په اړه د خصوصي سکټور د غړو ترمنځ څو پړاوه خبرې اترې ترسره شوې وې.

د تورخم  دروازې تړل کېدو دواړو خواوو سوداګرو ته لوی مالي زیانونه اړولي دي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې ويلي، چې سوداګرو هره ورځ لږ تر لږه یو میلیون ډالر زیان یې ګاللی دی.

د کابل او اسلام‌آباد سوداګر غواړي، چې سوداګریزې مسلې له سیاست څخه دډې ته شي؛ ځکه، چې د کړکېچ یوازنی حل خبرې اترې دي؛ نه د لارې بندول.

د تورخم دروازه ۲۶ ورځې مخکې د اسلامي امارت د تاسیساتو د جوړولو په غبرګون کې د پاکستان له لوري وتړل شوه او د دواړو خواوو ترمنځ څو نښتې هم وشوې.

Trending

Exit mobile version