سوداگري

تر اوسه په هېواد کې د نویو افغانیو د وړاندې کولو بهیر پیل شوی ندی

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان بانک مسوولینو ويلي، چې د هېواد د پیسو مارکیتونو ته د نويو افغانيو د وړاندې کولو بهیر تراوسه پیل شوی ندی.

د افغانستان بانک مسوولینو ويلي، چې د پیسو مارکیت ته د نويو بانک نوتونو وړاندې کول د افغانستان بانک یوه بنسټیزه دنده ده.

د افغانستان بانک مسوولین وايي، چې د یوه مشخص میکانیزم له مخې به د هېواد د پیسو مارکیتونو ته د نويو افغانیو رسول ژر پیل شي.

دوی له هېوادوالو هم غوښتنه کوي، چې د افغانیو په راکړه ورکړه کې پوره پاملرنه خپله کړې، چې افغاني بانک نوتونه له وخت مخکې زړې نشي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وایي: د افغانستان بانک د قوانینو او اوصولو له مخې دا بانک نوې افغانۍ چاپوي او هم يي وړاندې کولو ته چمتوالي لري  له هېواد والوهم هیله لرو، چې د افغانیو په استعمال  کې له پوره احتیاط نه کار واخلي، چې له وخت مخکې زړې نشي.

دوی زیاتوي، چې دا لړۍ به د خپلو پالیسو او اصولو له مخې پیل او زړې افغانۍ به راټولې کړي.

د هېواد په مارکیتونو کې د زړو افغانیو زیاتوالي د خصوصي سکتور اوعام ولس اندېښنې زیاتي کړي.

د خصوصي سکتورغړي د افغانستان بانک له مسوولینو غوښتنه کوي،  چې د هېواد مارکیتونو ته نوې افغانۍ ورسوي، چې په ورځینیو معملاتو کې د خلکو روانې  ستونزې اوارې شي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وایي: مارکیت کې زړې افغانۍ بیخي زیاتې دي، چې بانکونه يي هم نه اخلي. مونږ له ستونزو سره مخ یوو. هیله لرو، چې د افغانستان بانک دې برخې ته جدې پاملرنه وکړي او نوې افغانۍ مارکیت ته وړاندې کړي.

د صنعتګرو د ټولنې رییس عبدالجبار ساپي ویلي: مونږ خبر یوو، چې یوه اندازه  نوې چاپ شوې افغانۍ هېواد ته راغلي د افغانستان بانک باید مارکیت ته د دغو پیسو د وړاندې کولو لپاره اقدام وکړي، چې نوې افغانۍ د یوه منظم سیستم له مخې مارکیت ته راووځي.

 د اقتصادي چارو کارپوهانو هم له افغانستان بانک څخه غوښتنه کړې، چې د هېواد له مارکیته د زړو افغانیو د راټولولو او د نویو افغانیو د وړاندې کولو لپاره چټکې هڅې وکړي. دوی همداراز غوښتنه کوي، چې د افغانستان بانک دې په هېواد کې د الکترونیکي بانکدارۍ پر پراختیا د افغانیو د ژر زړښت مخنیوي وکړي.

Trending

Exit mobile version