تازه خبرونه
ترکیې په تېره یوه اوونۍ کې له ۱۰۰۰ ډېر افغان کډوال راوشړل
د ترکیې د مهاجرت ادارې ویلي، چې د روان کال د سپتمبر د میاشتې له دوه یمې نېټې څخه تر اتمې پورې ۳۰۰۰ ناقانونه کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته شړلي، چې له ۱۰۰۰ ډېر یې افغان کډوال دي.
ترکیې په تېره یوه اوونۍ کې ۱۴۹۲ افغان کډوال له خپل هېواده راشړلي دي.
د ترکیې د کډوالۍ ادارې په ډ اګه کړې، چې د روان کال له پیله یې له ۳۰۰۰ ډېر کډوال شړلي او له ۲۰۹ زرو د ډېرو کسانو د وردننه کېدو مخه نیول شوې ده.
د ترکیې د کډوالۍ ریاست په څرګندونو کې راغلي: د دغو کډوالو ۱۴٩٢ یې د افغانستان وګړي، ٤٤٨ پاکستانیان او ۱۰۹۸ يې د نورو هېوادونو وګړي دي، چې له دې هېواده پيله شړل شوي دي. په روان کال کې ۷۸ زره او ۷۱۶ کسان راغلي او د ۲۰۹ زره او ۳۱۸ نورو غیرقانوني کډوالو د راتلو مخه نیول شوې ده.
یو شمېر کارپوهان د بېوزلۍ او بېکارۍ زیاتوالی بهرنیو هېوادونو ته د ناقانونه کډوالۍ لامل بولي، چې د دوی په وینا؛ د هېواد ځوانان د خپل ژوند پر بیه دغې کډوالۍ ته اړکیږي.
د مهاجرینو د چارو شنونکې آصفه ستانکزۍ څرګندوي؛ غیرقانوني کډوالي د هېواد له لویو ټولنیزو ستونزو څخه ده او حکومت باید د غیرقانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.
د کډوالۍ په چارو کې ارپوه اجمل خالقیار له حکومته غواړي، چې د افغان کډوالو د ایستلو د مخنیوي لپاره دې له کوربه هېوادونو سره خبرې اترې وکړي، چې دغه بهیر ودرول شي.
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي؛ هڅه کوي، چې د افغان کډوالو په اړه له کوربه هېوادونو سره خبرې اترې وکړي او د افغانانو د شړلو د مخنیوي لپاره یو لړ ناستې جوړې او له ځينو هېوادونو سره د همغږۍ د رامنځته کولو هڅې پيل کړي.
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په پاکستان کې درې میلیون افغانان، په ایران کې درې میلیون او په نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو شمېر یو میلیون ته رسېږي.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سوداگري5 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
