تازه خبرونه
ترکیې له افغانستان او ایران څخه الوتنې وځنډولې

د انادولو خبري آژانس څرګنده کړې، ترکیې خپل هېواد ته له افغانستان او ایران څخه الوتنې وځنډولې.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ترکیې ترانسپورت وزارت ویلي؛ د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره حکومت د افغانستان او ایران الوتنې وځنډولې.
د کرونا ویروس د ودې پرمهال له هوایي ډګره ترټولو سخته ضربه ولیدل شوه.
د ترکیې هوایي شرکت څرګنده کړې، چې د جولای په میاشت کې زمونږ الوتنې د کرونا ویروس د پروتوکولونو له کبله وځنډول شوې.
د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې ویلي؛ د ترکیې حکومت پرېکړه کړې، چې تر راتلونکی خبرتیا پورې به د افغانستان او ۱۴ نورو هېوادونو الوتنې دې هېواد ته ځنډیدلې وي.
د ملکي هوایي چلند ادارې د چارواکو په وینا؛ له ترکیې څخه افغانستان ته د الوتنو محدودیت نشته او که پروازونه وي؛ مسافر کولی شي له ترکیې څخه افغانستان ته راشي.
که څه هم د ترکیې حکومت پدې اړه کوم دلیل ندی وړاندې کړی؛ خو ویل کیږی، چې لامل یې د کوروناویرس خپریدل دي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني هم په دې هېواد کې د کرونا ویروس د ناروغانو په شمېر کې له احتمالي ډېریدو خبرداری ورکړ دی.
ښاغلي روحاني ویلي، چې د ایران له ۸۱ میلیون وکړیو څخه کیدی شي په راتلونکیو میاشتوږ کې له ۳۰ تر ۴۰ میلیونو پر دې ویروس اخته شي.
ایران په منځي ختیځ کې پر کرونا ویروس له ۲۷۰ زره ډېر اخته او ۱۳۹۷۹ مړینې په لرلو د ډېرو بدو شرلیطو د لرونکي هېواد په توګه پاتې دي