نړۍ

ترکیه د ولسمشریزو ټاکنو له دوه‌یم پړاو سره مخ شوه

Published

on

(Last Updated On: )

رویترز راپور ورکړی، چې ولسمشر طیب اردوغان د دوشنبې پر ورځ ترکیه او د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړي پړاو له رهبرۍ وروسته دمه پیل کړه؛ خو سیال یې قلیچدار اوغلو درېیمې لسیزې ته د ولسمشر د واکمنۍ د غزولو په مخنیوي کې له سختې مبارزې سره مخ شو.

د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې یو نوماند هم ۵۰ سلنه رایې نهدي ګټلي؛ ځکه، نو ټاکنې دوهیم پړاو ته وغزېدې.

د اردوغان د خلکو اتحاد، چې له اسلامپاله ګوند او ملتپاله شریکانو کوړ دی؛ د ترکیې په نوي پارلمان کې له ۶۰۰ څوکیو څخه د ۳۲۱ څوکیو پر ګټلو د ولسمشرۍ په دوهیم پړاو ټاکنو کې د هغه چانس نور هم زیات کړی دی.

اردوغان تېره شپه په پلازمېنه انقره کې د خپلو پلویانو د خوشالولو په مراسمو کې وویل: “بې له شکه زمونږ هېواد ګټونکی دی.

د انتخاباتو کمیسیون مشر احمد ینر خبریالانو ته ویلي، د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډېرو رایو له شمېرلو وروسته اردوغان ۴۹ اعشاریه ۵۱ سلنه او د هغه اصلي سیال کمال قلیچدار اوغلو ۴۴ اعشاریه ۸۸ سلنه رایې خپلې کړې دي. د رای اچوونکیو شمېر هم خورا ډېر و.

ملتپال نوماند سینان اوغان، چې د یکشنبې په ټاکنو کې درېیم ځای لري؛ رویترز ته په یوه مرکه کې ویلي، چې هغه به هغه وخت په دوه یم پړاو کې له قلیچدار اوغلو ملاتړ وکړي، چې د پارلمان درېیم لوی کرد پلوه ګوند ته امتیازات رد کړي.

دغه ګوند، HDP د قلیچدار اوغلو ملاتړ کوي؛ خو له کرد وسلهوالو سره پر اړیکو لرلو تورن دی، چې دا یې ردوي.

هغه ۲.۸ میلیون رای ورکوونکي، چې په لومړي پړاو کې یې له اوغان ملاتړ کړی و؛ که اردوغان ته ماتې ورکړي، نو د قلیچدار اوغلو لپاره به مهم ثابت شي.

رویترز راپور ورکړی، چې له ټاکنو مخکې نظر پوښتنو ۶۹ کلن اردوغان له قلیچدار اوغلو څخه وروسته ښودلی و؛ خو اوس پایلو وښودله، چې ولسمشر اردوغان په هېواد کې له اقتصادي ستونزو او لوړ انفلاسیون سره – سره د محافظه کاره رای ورکوونکیو راټولولو وس هم لري.

د شپږو ګوندونو د اتحاد مشر قلیچدار اوغلو ژمنه وکړه، چې په ټاکنو کې به بریا خپله کړي او د اردوغان ګوند یې د پایلو په شمېرنه او راپور ورکولو کې پر لاسوهنه تورن کړ. هغه له خپلو پلویانو څخه د زغم غوښتنه وکړه؛ خو دوی د دوشنبې پر ورځ له ماتې سره مخ شول.

د اردوغان ملاتړي خوشحاله ول؛ ځکه، چې د ټاکنو او رایو پایلې یې په ډاګه شوې.

دوی ډاډمن دي، چې اردوغان کولی شي د ترکیې اقتصادي ستونزې حل کړي.

د ترکیې د ټولو خلکو لپاره دا ډیره مهمه ده، چې اردوغان ټاکنې وګټي. ان د نړۍ مسلمانان او ټول ترک غواړي، چې اردوغان د ولسمشر په توګه پاتې وي.

د اردوغان د پېنځه نورو کلونو واکمنۍ تمه به د مدني حقونو فعالین خفه کړي؛ ځکه، چې هغو د اصلاحاتو لپاره کمپاین کوي او د ترکیې دیموکراسي ته درناوی لري.

رویترز راپور ورکړی، چې که اپوزیسیون غالب شي؛ زرګونه سیاسي بندیان او فعالان به خوشې شي.

رویترز راپور ورکړی، چې د ترکیې ټاکنې په اروپا، واشنګتن، مسکو او په ټوله سیمه کې له نږدې څارل کیږي. اردوغان د ترکیې د ځواک په توګه له روسیې سره د اړیکو د پیاوړتیا ښکارندویي کوي او له امریکا سره د انقرې پر دودیز اتحاد فشار راوړي.

اردوغان د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ښې اړیکې لري او د هغه قوي څرګندونه احتمال لري، چې کرملین وهڅوي؛ خو د بایدن ادارې او همدارنګه ډېريو اروپایانو له اردوغان سره اړیکې خرابې کړي دي.

که څه هم د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي ویلي؛ ولسمشر جوبایدن له هر هغه چا سره کار کولو ته سترګې پر لار دی، چې رایې وګټي.

کرملین هم ویلي، چې تمه لري له ترکیې سره د روسیې همکاري روانه وساتيه دوام او هر څوک، چې وګټي اړیکې به ورسره ژورې شي.

Trending

Exit mobile version