تازه خبرونه
ترکیه دې د افغان کډوالو د ایستلو پر ځای هغو ته د کار زمینه برابره کړي

(Last Updated On: )
د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت چارسمبالي خلیل الرحمن حقاني په کابل کې د ترکیې د سفارت نوي چارسمبالي جنګ اونال سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې ترکیه باید د نړیوالو قوانینو له مخې افغان کډوالو ته د کار زمینه برابره او د افغان کډوالو د ایستلو پر ځای دې ورته کاري شرایط رامنځته کړي.
یاد وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې خلیل الرحمن حقاني جنګ اونل ته په نغوته کې زیاته کړې: د هغو افغانانو لپاره، چې غواړي هېواد ته راستانه شي؛ باید د دواړو هېوادونو ترمنځ یو ګډ میکانیزم رامنځته شي.