تازه خبرونه

ترکيې د استانبول پر محکمه له بريد وروسته ۳۴ کسان ونيول

Published

on

(Last Updated On: )

د ترکیې کورنیو چارو وزارت ویلي؛ د سې شنبې پر ورځ د استانبول د محکمې مخې ته د پولیسو پر پوستې د کیڼ اړخو ترهګرو په برید کې یو ملکي وګړی وژل شوی او د درې پولیسو په ګډون شپږ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي، چې پولیسو د DHKP-C ډلې سره تړلي دوه وسلوال وژلي دي.

د عدلیې وزیر یلماز تونج خبریالانو ته د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي، چې ۳۴ کسان نیول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ټپيانو کې د درې پوليسو روغتيايي حالت ښه دى.

هغه زياته کړې، چې له څلورو ټپيانو څخه يو يې په روغتون کې ساه ورکړه.

DHKP-C، د خلکو د انقلابي آزادۍ پوځي – جبهه؛ یوه ناقانونه مارکسیستي ډله ده، چې د امریکا، اروپایي ټولنې او ترکیې لخوا یوه ترهګره ډله پېژندل شوې ده.

دا ډله له ۱۹۹۰ ز. کال راپدیخوا په ترکیه کې پر یو لړ بمي او ځانمرګو بریدونو پړه بلل کیږي.

چارواکو په تېرو کلونو کې د دې ډلې پر ضد څو عملیات کړي، چې لسګونه غړي یې بندیان او وژل شوي دي.

د محکمې پر پوسته د برید په انځورونو کې دوه برید کوونکي د ډزو پر مهال ښکاري، چې شاوخوا ملکي وګړي هم ویشتل کیږي. دغه راز ښیي، چې یو ډزې کوونکی په داسې حال کې وژل شوی، چې ملکي خلک تښتي او بل یې لږ وروسته د فلزي دروازې تر شاه د پولیسو لخوا پر ډزو وژل کیږي.

یوه عیني شاهد بانو پولات ویلي؛ لومړی د محکمې دننه برید رامنځته شو؛ خو چارواکو دا خبره نه‌ده تائید کړې او نه یې د پېښې نور جزئیات ورکړي دي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان په جنوب ختیځ قهرامنمراس ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي: دوه ترهګر زمونږ د پولیس افسرانو له‌خوا مخکې له دې، چې خپلو کرغېړنو موخو ته ورسېږي، له پښږ غورځول شوي دي. هغه مخکې د تلفاتو شمېر شپږ کسان ښودلي وه.

د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د کاګلایان په محکمه کې دا پېښه د ترهګرۍ هڅه وبلله.

تېره میاشت د اسلامي دولت مخ‌پټو وسله‌والو د یکشنبې پر ورځ د استانبول په یوه کلیسا کې یو کس پر ډزو وواژه. له دې برید وروسته چارواکو څو شکمن کسان نیولي دي.

Trending

Exit mobile version