Connect with us

تازه خبرونه

ترهګر هڅه کوي، چې په هېواد کې مذهبي شخړې پیل شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني وایي؛ ترهګر هڅه کوي، چې په هېواد کې مذهبي شخړې پیل او له افغانستان څځه یوه  بله کربلا جوړه شي.

ولسمشر غني د عاشورا نمانځغونډې ته په خبرو کې مذهبي نفاق ته لمن وهل هېواد ته لوی ګواښ یاد کړ او له ټولو خلکو یې وغوښتل، چې د ترهګرو د موخو د ناکامه کولو لپاره ودریږي.

د عاشورا پر ورځ حکومتي مشران په ټینګو امنیتي هڅو کې تکیه خانو او جوماتونو ته ورغلل؛ ولسمشر غني له خپل دوه یم مرستیال سره د نبي اکرم جومات ته ورغلي وه.

دوی د کابل ښار په لویدیځه څنډه کې شوي بریدونه غندي او هغه د ټولو پر ضد برید بولي.

ولسمشر اشرف غني وایي، د افغانستان د خلکو درد و زغم یو دی؛ خو د هېواد او خلکو دښمنان غواړي خپلو بریدونو ته قومي او مذهبي بڼه ورکړي. دغه کار مونږ ته ستر خطر دی، چې باید مخه یې ونیول شي.            

ولسمشر غني له خلکو غواړي، چې د مذهبي، ژبنیو، قومي اوګوندي توپیرونو په وړاندې ودریږي او مخه یې ونیسي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ تروستان، چې نن پر جوماتونو، عبادتځیو، ښوونځیو، علمي مرکزونو او غونډو، چې په کوم نوم بریدونه کوي؛ غوښتنه یې له شمر او یزید سره توپیر نلري.  

د ټاکنو د تر سره کیدو څرنګوالی، چې په دې ورځو کې پرې تاوده بحثونه کیږي هم د حکومت په لومړیتوبونو کې ښکاري.

د ولسمشر دوه یم مرستیال وایي، حکومت پراخ بنسټه ټاکنو ته ژمن دی.

د ولسمشر دوه یم مرستیال سروردانش وایي، چې مونږ د ټولو قومونو د برابرۍ هڅې کوو او حکومت هیڅکله انحصاري هڅه نده کړې.

حکومت د کابل ښار د لویدیځې څنډې امنیت ته تیاری نیولی او له همدې کبله د کابل لویدیځ هم یو امنیتي زون ګرزیدلی دی.

د افغانستان د عالمانو شورا غړی مولوي فیاض وایي، چې ناامني د وېش وړ نده او اړوند ګواښونه د افغانستان له ټولو خلکو سره تړاو لري.        

د کابل ښار لویدیځه څنډه په وروستیو کې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو لیدونکې وه، چې له ملکیانو یې ډېره قرباني واخیسته او مسوولیت یې هم داعش منلی دی.

خبریال: شاهپور فرهمند

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!