تازه خبرونه
ترهګري نړیوالې سولې او امنیت ته ګواښ دی او پر وړاندې یې باید مبارزه وشي

د ملګروملتونو د امنیت شورا غړیو د هرات ښار د ګازرګاه پر جومات وروستي برید ته په نغوته کې ویلي، ترهګري پر هر ډول او بڼه د نړیوالې سولې او امنیت لپاره ګواښ دی او پر وړاندې یې باید مبارزه وشي.
له څه نا څه یوې میاشتې راپدیخوا په کابل او هرات کې د هېواد پر درې نومیالیو دیني عالمانو بریدونه شوي او وژل شوي، چې دا ډول بریدونو اوس کورنۍ او بهرنۍ اندېښنې راپارولي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په هرات کې د جمعې د ورځې برید غندلی، چې په کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.
د دغه بنسټ غړیو ویلي، چې هېوادونه باید له نړیوالو ګواښونو سره مبارزه وکړي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیان په یوه برخه کې راغلي، چې مونږ د ملګرو ملتونو د منشور له مخې؛ اړ یوو، چې د نړیوالو بشري حقونو قانون، د کډوالو نړیوال قانون او نړیوال بشردوستانه قانون په ګډون د نړیوالې سولې او امنیت لپاره مبارزه ږوکړو او پر وړاندې یې له ګواښونو سره مبارزه وکړو.
یو شمېر پوځي کارپوهان په دې باور دي، چې پر دیني عبادتځیو وروستیو بریدونو او د عالمانو هدفي وژنو ته پر پاملرنه باید یوه جامع امنیتي حل لاره جوړه شي، چې د عالمانو امنیت خوندي شي.
اسلامي امارت ويلي؛ هغه عناصر، چې دیني عالمان په نښه کوي ۹۸ سلنه له منځه تللي او هڅې روانې دي، چې دغه عناصر په بشپړه توګه له منځه یوسي او د عالمانو د امنیت لپاره یې ځانکړي امنیتي تدابیر نیولي، چې هېواد نور د داسې مرګونو او بریدونو شاهد نه وي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ټینګار کوي، چې د عالمانو د خوندیتوب لپاره یې تدابیر نیولي؛ خو عالمان هم باید خپل تدابیر ولري.
د دیني عالمانو امنیت په داسې حال کې له ګواښ سره مخ شوی، چې افغانستان په تېر کال کې د امنیت له پلوه په ښه حالت کې و؛ خو وروستیو بریدونو یو ځل بیا اندېښنې راپارولي دي.