تازه خبرونه
تاجکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي- د ا.ا.ا

د افغانستان اسلامي امارت د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر د یکشنبې پر ورځ په یوه مرکه کې ویلي، چې تاجکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.
ملا برادر له الجزیرې تلویزیوني چینل سره په یوه مرکه کې څرګنده کړې: تاجکستان زمونږ په چارو کې لاسوهنه کوي؛ خو د هر عمل لپاره عکس العمل هم شته.
یوه ورځ مخکې د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټ کې څرګنده کړې وه، چې د ا.ا.ا په زرګونه جنګیالي د افغانستان تخار ولایت ته لیږلي، چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري.
د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ دا کار له امنیتي ګواښونو سره د مبارزې یوه اړتیا ده.
د روانې میاشتې په پیل کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د شانګهای هېوادونو د همکارۍ ټولنې او د ډله ییز امنیت تړون ټولنې په ګډه غونډه کې، چې خبرې یې په افغانستان کې پر وروستیو پرمختګونو راڅرخېدلې؛ د ترهګرو ډلو د احتمالي پراختیا د مخنیوي لپاره د افغانستان پر شاوخوا د “امنیتي کمربند” جوړولو وړاندیز کړی و.