Connect with us

لوبی

تاجکستان د افغانستان له والیبال ملي لوبډلې لوبه وګټله

د دواړو لوبډلو ترمنځ دا لوبه نن (سې‌شنبه د لړم لومړۍ) د ازبکستان پر کوربتوب په تاشکند کې ترسره شوه.

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د مرکزي آسیا د والیبال ټولنې (CAVA)  په سیالیو کې څلورمه لوبه ۳ – ۲ تاجکستان ته پرېښوه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دا لوبه نن (سې‌شنبه د لړم لومړۍ) د ازبکستان پر کوربتوب په تاشکند کې ترسره شوه.

د هېواد د والیبال ملي لوبډلې تر اوسه د منځنۍ آسیا په سیالیو کې درې ماتې او یوه بریا خپله کړې ده.

د لوبډلې بریا د مالډیپ پر وړاندې وه، چې د یکشنبې پر ورځ ۳ـ ۰ پای ته ورسېده.

د CAVA والیبال سیالۍ پر رسمي ډول د اوکټوبر پر اتلسمه په تاشکند کې پیل او د پنجشنبې پر ورځ به د اوکټوبر تر څلیریشتمې روانې وي.

په دې سیالیو کې شپږ لوبډلو(ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان، ترکمنستان، افغانستان او مالډیف ګډون کړی دی.

لوبی

نیوزیلینډ د پاکستان کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې نیوزیلینډ د ۵ لوبغاړو  پر له لاسه ورکولو سیالې لوبډلې ته د ۳۲۱ منډو هدف وټاکه، چې په پوره کولو کې یې پاکستان پاتې راغی او په ۴۷.۲ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدو نیوزیلینډ ته لوبه بایلوله.

Published

on

(Last Updated On: )

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته د ۶۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې نیوزیلینډ د ۵ لوبغاړو  پر له لاسه ورکولو سیالې لوبډلې ته د ۳۲۱ منډو هدف وټاکه، چې په پوره کولو کې یې پاکستان پاتې راغی او په ۴۷.۲ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدو نیوزیلینډ ته لوبه بایلوله.

د اتلانو جام په دوه‌یمه لوبه کې، چې سبا (پنجشنبه) ماسپښین ۱۲:۳۰ خپریږي؛ د هند او بنګله دیش لوبډلې به له یو بل سره مخ شي.

په ټول افغانستان کې د کرکټ مینه‌وال کولی شي د اتلانو جام دوه‌یمه لوبه پر ژوندۍ او قانوني بڼه د آریانا راډیو او ټلویزیون له لارې وګوري.

له آرریانا راډیو او ټلویزیوني شبکې ATN سره پاتې شئ!

Continue Reading

لوبی

محمد نبي له خپل زوی سره د لویانو په ملي لوبډله کې د لوبې کولو هیله من شو

نبي څرګنده کړې؛ هیله من دی، چې له خپل ۱۸ کلن زوی حسن عیسی‌خیل سره یوځای د افغانستان لپاره په لوبدله کې لوبه وکړي.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان کرکټ لوبغاړی محمد نبي، چې تېر کال یې ویلي وه، چې له دې سیالیو وروسته به له یو ورځنیو کرکټ لوبو سره مخه ښه کوي؛ خو اوس یې په یو ورځنیو لوبو کې له لوبو کولو خبر ورکړی دی.

نبي څرګنده کړې؛ هیله من دی، چې له خپل ۱۸ کلن زوی حسن عیسی‌خیل سره یوځای د افغانستان لپاره په لوبدله کې لوبه وکړي.

نبي له اتلانو جام مخکې د کرکټ نړیوالې شورا ته ویلي: “دا مې هیله ده او هیله من یم، چې مونږ یې تر سره کړو. هغه ډېر ښه کار کوي. “هغه یو سخت کاری  دی او زه یې هڅوم، چې دې کار ته هڅه وکړي.”

د نبي زوی عیسی‌خیل د ۲۰۲۴ کال د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د افغانستان استازیتوب وکړ او تر اوسه یې په ۱۶ شل اوریزو سیالیو کې ۴۲۶ منډې جوړې کړې دي.

نبي ډاډه دی، چې زوی به یې ډېر ژر د لویانو ملي لوبډلې ته لار ومومي.

د یادونې ده، چې د کرکټ مینه‌وال کولی شي په افغانستان کې د اتلانو جام سیالۍ، چې ټاکل شوې د روانې اوونۍ د چارشنبې پر ورځ پیل شي؛ له آریانا ټلویزیون او اوبپاڼې او نورو ټولنیزو پاڼو څخه پر ژوندۍ بڼه وګوري.

Continue Reading

لوبی

رئیس خان هوتک د آریانا سنوکر اتلولۍ سیالیو په پای لوبه کې د نوید نادري سیال شو

هوتک به په پای لوبه کې له نوید نادري سره مخ شي. د نیمه پای لوبې په لومړۍ لوبه کې نادري زلمی سلام خیل ته د ۵-۳ پر توپیر ماتې ورکړه.

Published

on

(Last Updated On: )

رئیس خان هوتک د آریانا سنوکر اتلولې سیالیو په نیمه پای لوبه کې د نادرخان روحاني پر وړاندې د ۵-۴ پایلې وتوانید، چې نه ستړې کېدونکې سیالي وکړي او پای لوبې ته لار ومومي.

هوتک به په پای لوبه کې له نوید نادري سره مخ شي. د نیمه پای لوبې په لومړۍ لوبه کې نادري زلمی سلام خیل ته د ۵-۳ پر توپیر ماتې ورکړه.

په ټول افغانستان کې د سنوکر مینه‌وال کولی شي، چې د دوشنبې د ورځې زړه‌راکښونکې لوبه پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون، د آریانا سپورټ فیسبوک پاڼې، د آریانا سپورټ یوټیوب چینل او د آریانا ټلویزیون له اوبپاڼې څخه وګوري.

دا سیالي د مازیګر پر څلور نیمو بجو پیلېږي؛ خو اړوند خپرونه یې له درې نیمو بجو خپرېږي؛ له مونږ سره اوسئ!

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!