نړۍ
بېلاروس یوه الوتکه د یوه خبریال د نیولو لپاره د بم پرپلمه له الوت راګرځولې

د رویټرز د څرګندونو له مخې، د بېلاروس چارواکو پرون یکشنبه د غبرګولي ۲ یوه الوتکه د ناسمې خبردارۍ له کبله له الوت راګرځولې او پر حکومت نیوکه کوونکی خبریال یې، چې په دې الوتکه کې و؛ نیولی دی.
دغه الوتکه، چې له یونان څخه لیتوانیا ته روانه وه؛ د بېلاروس په پلازمېنه مینسک کې راکښته کېدو ته اړ شوې ده.
په دې الوتکه کې دولت ضد ژورنالیست رامان پراتاسوویچ و او د پولیسو لخوا ونیول شو.
رامان پراتاسوویچ ویلي: کله، چې د الوتکې د لارې له بدلیدو وروسته ویلي وه؛ شونې ده، چې زه هلته مړ شم.
دغه ژورنالیست له یوه پولنډي خبري آژانس لپاره کار کاوه او څو ځله یې د ټلیګرام له لارې د بېلاروس د حکومت پر ضد د ډله ییزو مظاهرو انځورونه خپاره کړي وه.
د بېلاروس دغې کړنې د اروپایي او امریکایي مشرانو سخت غبرګونونه راپارولي او دا پېښه یې غونی ځیږږږنکې یاده کړې ده.
اروپايي ټولنې خبرداری ورکړی، چې پر بېلاروس به بندیزونه ولګوي.
لیتوانیا هم پر اروپايي ټولنې او ناټو غږ کړی، چې پدې اړه ډاډمنې هڅې تر سره کړي.
اروپایي ټولنې د خبریال د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه کړې او وایي، چې په بروکسل کې به د اروپايي ټولنې مشران د پېښې د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وکړي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په یوه ټویټ کې ویلي، چې دا وېروونکې پېښه باید وڅېړل شي.
د ایرلینډ بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ د پرېکړې په اړه غبرګون نه شودل او پرېکړه نکول به دا ټولنه بېلاروس ته ډېره ضعیف او کمزورې ښکاره کړي.
د لیتوانیا بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په دې اړه یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره خبرې کړي او د غربي هېوادونو پاملرنه یې دغې پېښې ته رااړولې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا، کاناډا، اروپایي اتحادیې او انګلستان د بېلاروس پر۹۰ چارواکو بندیزونه لګولي دي.