تازه خبرونه
له ایران څخه څه باندې زر افغان کډوال هېواد ته جبري راستانه شول

(Last Updated On: )
د مهاجرینو او راستنیدونکیو چارو وزارت له ایران څخه د افغان مهاجرینو له راستنېدو وروسته اعلان وکړ، چې څه باندې زر افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت د دوشنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۱۳) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د دغو مهاجرو شمېر شاوخوا ۱۸۶۰ کسان دی.
دغه وزارت زیاته کړې، چې دغه شمېر کډوال د هرات د اسلامکلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د اسلامکلا سرحدي چارواکو هم ویلي، چې په ایستل شویو کسانو کې کورنۍ هم شته.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې وه، چې ایران له ۱۰۰۰ ډېر کډوال جبري راستانه شوي دي.