تازه خبرونه
بیات پاور له طبیعي ګازه د حرارتي برښنا هڅې پیل کړې

د بیات پاور شرکت مسوولینو ويلي؛ دوی له دولتي بنسټونو سره له طبیعي ګازه د حرارتي برښنا د تولید د عملي کولو په اړه خبرې اترې پیل کړې دي.
بیات پاور شرکت له طبیعي ګاز څخه د برښنا د تولید پروژې د پېنځم کال په مناسبت؛ غواړي، چې له طبیعي ګازه د حرارتي برښنا د تولید دوهیم پړاو پیل کړي.
د بیات پاور شرکت مسوولین وايي؛ دوی د دې پروژې د دوهیم پړاو د عملي کولو په اړه له اړوندو دولتي بنسټونو سره خبرې پیل کړي، چې له مخې به یې د برښنا تولید کچه له ۴۰ څخه ۱۰۰ میګاواتو ته لوړه شي.
د بیات پاور تخنیکي رییس محمد شعیب صاحبزاده ويلي؛ د دوهیم فاز له بشپړېدو سره به له طبیعي ګازه د حرارتي برښنا تولید څه باندې سل میګاواته ډېر شي او په درېیم پړاو کې به د برښنا د تولید وړتیا ۲۰۰ میګاوات ته ورسیږي. د بيات پاور د حرارتي برښنا د توليد لومړى فاز د ٤٠ ميګاواته برښنا د توليد وړتیا لري.
د بيات پاور د طبيعي ګازو د برښنا د توليد پروژه د شبرغان په يتيم طاق سيمه کې جوړه شوې ده.
نوموړي ويلي؛ د دغې پروژې لومړی پړاو د ۲۰۱۹ کال په نومبر میاشت کې د څلویښت میګاواته برښنا د تولید پر ظرفیت بشپړ شو او له هغه وخت راپدیخوا یې دوه سوه زره کورنیو ته برښنا برابره کړې ده.
د بیات پاور شرکت مسوولن وايي، چې دغه توربین په کال کې د ۳۰۰ میلیون کیلوواته برښنا د تولید وړتیا لري، چې د شبرغان، سرپل او بلخ ولایتونو د استوګنې سیمو، جوماتونو، پوهنتونونو، ښوونځیو او روغتونونو ته ترې برښنا برابریږي.
بیات پاور په ۲۰۱۳ کال کې د بیات ګروپ لهخوا د کورنیو تولیداتو د کچې لوړولو، د اړتیاوو د پوره کولو لپاره رامنځته شو.
د بیات پاور تخنیکي رییس محمد شعیب صاحبزاده وايي؛ دوی له برښنا شرکت سره د تولید شوې برښنا د وېش او تنظیم په برخه کې یو تړون لري. بل قرارداد یې له افغان ګاز شرکت سره لاسلیک کړی او نور بنسټونه لکه د کانونو او پترولیم، انرژۍ او اوبو وزارتونه، زیمنس پاور او آر پی ایس له بیات پاور سره همکاري کوي.
دغه راز اسلامي امارت له ګازه د برښنا د تولید په برخه کې د بیات پاور د وړتیا له لوړېدو هرکلی کوي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ویلي، چې دولت د خصوصي سکتور بشپړ ملاتړ کوي.
بیات پاور په هېواد کې لومړنی خصوصي شرکت دی، چې له طبیعي ګازه حرارتي برښنا تولیدوي او پر میلیونونو دالر پانګونه پرې شوې ده. د دغه شرکت د برښنا د تولید پروژه درې پړاوونه لري، چې لومړی پړاو یې څلور کاله وړاندې د ۴۰ میګاواته برښنا د تولید پر وړتیا پلې شوه او په دوهیم پړاو کې به ۱۰۰ میګاواته او په درېیم پړاو کې به ۲۰۰ میګاواته برښنا تولید کړي.
دا کارځای داسې پرمختللې او ګټوره تکنالوژي کاروي، چې د نړۍ پر کچه د نورو ګرځنده ګاز توربینونو پر پرتله خورا پیاوړی دی.
د حکومت لپاره د پام وړ مالیاتي عوایدو پر رامنځته کولو سربېره، دې پروژې د افغانانو لپاره په زرګونه مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه رامنځته کړي؛ د هېواد په اقتصاد کې یې مرسته کړې او باصلاحیته اتباعو لپاره نويو تخنیکي مهارتونو ته وده ورکوي.
بیات پاور په حقیقت کې د افغانستان د برښنا د تولید په برخه کې یو مخکښ شرکت دی او تېره اوونۍ دې شرکت د آسیا ویاړلې جایزه ۲۰۲۳ آسین پاور جایزه وګټله.
د بیات برښنا شرکت مشر علي قاسمي، چې په دغو مراسمو کې یې حضور درلود؛ د مالیزیا په کوالالمپور ښار کې د دغې ویاړلې جایزې ګټل د افغانستان لپاره د ویاړ او درناوي خبره یاده کړه.
علي قاسمي ویلي؛ دا جایزه د انرژۍ د خوندیتوب او د برښنا په برخه کې د ځان بسیاینې په برخه کې د افغانانو د سرښندنو او هڅو ستاینه ده.
علي قاسمي د جایزې په مراسمو کې زیاته کړې: مونږ په ټول هېواد کې د افغانانو د ژوند د ښه کولو، زدهکوونکیو ته د شپنیو زدهکړو د وړتیا، د روغتیایي کارکوونکیو ته د ۲۴ ساعته ژوندبښونکیو خدمتونو د وړاندې کولو، د کارخونو له تولید ملاتړ کوو او په ټول هېواد کې ښارونه، سړکونه، جوماتونه او کورونه رڼا کوو.
د بیات پاور شرکت رییس علي قاسمي اوسنی وضعیت په افغانستان کې د پانګونې لپاره یو ښه فرصت ګڼي او څرګندوي؛ افغانستان په وروستیو څو لسیزو کې د نن په څير سوله او امنیت نهدی تجربه کړی.