تازه خبرونه
بیات بنیاد په کابل کې له اړمنو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

د بیات بنیاد مسوولینو ویلي؛ بیات بنیاد د کابل په لویدیځ کې له سلګونو اړمنو کورنیو او معلولانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په افغانستان کې د وزګارتیا او اقتصادي بېوزلي د ډېروالی له دې کبله بیات خیریه بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل د کابل په لویدیځ کې اړمنې کورنۍ او معلولین تر پوښښ لاندې ونیول او پر دوي یې اوړه، وریجې او غوړي ووېشل.
په دې مرسته کې اوړه، وریجې او غوړي شته، چې موخه یې د اړمنو کورنیو لاسنیوی یادیږي.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وایي: د بیات بنیاد مرستې، چې هر ژمې د ټولو ولایتونو اړمنو کورنیو ته وېشل کیږي او تر دې دمه بېلابېلو ولایتونو ته رسېدلي هم دي. نن مو هم د کابل لویدیځې سیمې اړمنو او معلولو کسانو ته اوړه، وریجې، غوړي او نور د اړتیا وړ توکي ووېشل او دا لړۍ مو روانه ساتلې او د بېلابېلو ولایتونو مستحقینو ته به ان شا الله ورسیږي.
بیات بنیاد دا راز تینګار کوي، چې خیریه بنسټونه دې په دې حساسو شرایطو کې د افغانستان له خلکو سره بشردوستانه مرستې وکړي.
اړمنو کورنیو او مستحقو کسانو، چې دا خوراکي توکي تر لاسه کړي؛ د بیات بنیاد له مرستو خوښ ښکاري او له نورو خیریه بنسټونو هم غواړي، چې په اوسني سخت حالت کې د اړمنو کسانو مرستې ته را ودانګي.
د مرستو تر لاسه کوونکی وایي: له بیات بنیاد مننه، الله پاک دې له خیر او اجرونو برخمن لري.
یو بل مرسته شوی وایي: د بیات بنیاد د مرستې له دې ټولګې مننه کوم؛ هیله ده، چې بیا هم مرسته وکړي؛ ځکه، چې ژمی دی؛ د خوراک او سون توکي نلري، ډېره ګراني ده او کارونه هم نه پیدا کیږي.
د شهیدانو او معلولانو ورثه د بیات بنیاد له مرستو مننه کوي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي ، چې د بیات بنیاد په څېر په اوسنیو شرایطو کې له خلکو سره هر اړخیزې مرستې وکړي.
د اړوند سیمې د معلولینو او شهیدانو د ورثه وو مشر سید وحدت موسوي ویلي؛ د اقتصادي ناورین په درشل کې، چې معلولین معاش او عاید نلري او له کلونو راپدیخوا له ستونزو سره مخ دی؛ دا مرستې ورته دېرې اړینې او ګټورې دي.
د بیات بنیاد د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو مرستو لړۍ تر اوسه غزني، هرات، بلخ، خوست، کندوز، کندهار، پکتیا او بامیان ولایتونو ته رسېدلې او له بېوزلو کورنیو سره مرستې شوي او نورو ولایتونو کې به هم روانې وساتل شي.