تازه خبرونه
بیات بنیاد په هرات کې له لسګونه اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

د بیات بنیاد چارواکو ویلي؛ د دې بنسټ د مرستو د وېش لړۍ له کندهار ولایته پیل شوې؛ زیان منونکي او بېوزله کورنۍ پېژندل شوي او د وېش بهیر ورته روان ساتل شوی دی.
د بیات بنیاد د خوراکي توکو د مرستو لړۍ له کندهار وروسته دادی هرات ولایت ته رسېدلې او لسګونه اړمنې کورنې ترې برخمنې شوې دي.
د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسمعیل خان وايي؛ په دغو مرستو کې غوړي، اوړه او وريجې شته، چې پر بېوزلو پېژندل کورنيو وېشل کیږي.
نوموړي زیاته کړې؛ ان شاالله د مرستو لړۍ به نورو زونونو او ولایتونو ته هم ورسیږي.
په هرات کې د افغان بیسیم مشر زرین سلطانی ویلي؛ د جګړې له کبله بې ځایه شوې کورنۍ له سروې وروسته دا دی نن د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د نورو زیان منونکیو کورنیو نوملړ به هم چمتو شي او د دې بنسټ د ارزونې لپاره به اړوند کمېټې ته وسپارل شي.
هغه کورنۍ، چې د مرستې ترلاسه کولو لپاره راغلي دي له نورو مرسته کوونکیو څخه غواړي، چې له دوی سره مرسته وکړي او بیات بنست ته ورته خپلې مرستې روانې وساتي.
دغه کورنۍ وايي، چې دوی تل د بیات بنیاد له خوراکي مرستو څخه ګټه پورته کړې ده.
یوې میرمنې، چې د بیات بنیاد مرستې یې تر لاسه کړي وایي: زه د دغې مرستې له تر لاسه کولو ډېره خوښاله یم.
هغه زیاتوي، د کار کولو هیڅوک نلرم؛ ماشومان را پرغاړه او کونډه یم.
ګل احمد نومی وایي: مونږ له تېرو څلور یا پېنځه ورځو د پخولو لپاره هیڅ نه لرل. زه [د کار کولو لپاره] هره ورځ له کوره بهر وځم؛ خو هیڅ کار او [دنده] نشم موندلی. اوس ډېر خوښ یم … چې د بیات بنیاد مرسته مې ترلاسه کړه.
د بیات بنیاد غړی مسعود هاشمی وایي؛ د دې بنسټ د مرستو رسولو لړۍ په دې وروستیو میاشتو کې پیل شوې او په پام کې ده، چې د هېواد د نورو ولایتونو اړو کورنیو ته یې هم اړوند پیل شوی بهیر وغزیږي.
بیات بنیاد هر کال د هوا له سړېدو سره سم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له زرګونه اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او جامو د وېش بهیر پیلوي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا میلیونونه افغانان د لوږې او بېوسۍ له رامنځته شوي اقتصادي ناورین سره د مخ کېدو په حال کې دي او نوی حکومت له نړیوالې تولنې څخه د بشري مرستو غوښتنه کوي.