تازه خبرونه
بیات بنیاد په ننګرهار کې یو شمېر اړمن کسان له خپلو مرستو برخمن کړل

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د ننګرهار ولایت پر یو شمېر اړمنو او بېوزلو کسانو خپل خوراکي توکي ووېشل.
د بیات بنیاد مسوولین ټینګار کوي، چې دغه مرستې د یوې رڼې سروې له مخې اړمنو کسانو ته ورکول کېږي. په دغو مرستو کې اوړه، وریجې او غوړي شته او بیات بنیاد یې په بېلابېلو ولایتونو کې د وېش بهیر روان ساتلی دی.
د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل خان وايي: د بيات بنياد د روژې د مبارکې مياشتې د مرستو بهیر تر بېلابېلو ولايتونو رسولی او دا دی نن له نېکه مرغه په ننګرهار ولایت کې د اوړو، غوړيو او وريجو په ګډون يوه اندازه خوراکي توکي ووېشل شول. د جلالآباد ښار د مرسته شویو نوملړ مخکې د بیات بنیاد ډلې چمتو کړی و. زمونږ مرستې په ولایتونو او کابل ښار کې روانې دي.
د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو هم له نورو مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې د بیات بنیاد په څېر د اړمنو کسانو لاسنیوی وکړي.
د ننګرهار د اقتصاد ریاست استازی محمد آصف رحماني وايي: دا بنسټونه، چې د خوراکي توکو مرسته کوي باید له ولایتي ادارو سره همغږي ولري؛ ځکه، چې دوی له پوره همکارۍ برخمن شي.
په ننګرهار کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مسوول عطاالله ساحل وايي: الحمدلله پروسه ډېره رڼه وه. مونږ د ښار بېلابېلې برخې سروې کړي او مستحق کسان مو په ګوته کړل.
د دغو مرستو يو شمېر ترلاسه کوونکي د بيات بنياد له مرستو خوښ دي او له نورو بنسټونو يې هم غوښتي، چې ورته مرسته ورسره وکړي.
جمعه ګل نومی مرسته شوی وايي: الحمدلله، زه ډېر خوشحاله یم. زه له دوی څخه راضي یم. الله پاک دې له دوی راضي شي.
یو بل مرسته شوې قنديګل وايي: زه له ډېرو ستونزو سره مخ یم. زما یو زوی معیوب دی. زه څوارلس کاله کونډه یم. داسې څوک نشته، چې زما لپاره کار وکړي.
بیات بنیاد نه یوازې د روژې په مبارکه میاشت کې، بلکې د طبیعي پېښو لکه سېلابونو او زلزلو پر مهال هم له اړو کسانو سره مرسته کوي. دغه بنسټ په تېرو دوه لسيزو کې له زرګونه کورنيو سره مرسته کړې او د روغتونونو او روغتيايي او ښوونيزو مرکزونو په بيارغونه کې يې فعاله ونډه اخيستې ده.