تازه خبرونه
بیات بنیاد په ننګرهار کې سلګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ورکړل

د بیات بنیاد مسوولینو ويلي، د ننګرهار ولایت سلګونه کورنۍ د دغه بنسټ له ژمنیو مرستو برخمنې شوې.
په دې وروستیو کې د ننګرهار له یو شمېر ولسوالیو هغه خلک هم جلال آباد ښارته راکډه شوي، چې د تېر حکومت پرمهال جګړو، بېوسیو او ناوړه اقتصادي حالت د کورونو پریښودلو ته اړ کړي دي.
له همدې کبله بیات بنیاد له دغو اړمنو کورنیو سره د ژمنیو مرستو په لړ کې د جلال آباد ښار دغو اړمنو کورنیو ته د اوړو او وریجو په ګډون د مرستو یوه لویه ټولګه ولیږدوله.
د بيات بنياد مرستیال حاجي محمد اسمعیل خان وايي، چې پر جلال آباد سربېره یې په هرات، بلخ، خوست، کندوز، کندهار او باميان ولايتونو کې هم له اړمنو کورنيو سره مرستې کړي دي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د مرستو موخه یې د اړمنو کورنیو لاسنیوي دی، چې په یو شمېر نورو ولایتونو کې به هم دغه لړۍ دوام ولري.
د بیات بنیاد مسوولین زیاته وي: د ژمي په دې ساړه موسم کې دا بشري مرستې نورو ولایتونو ته هم غزوي؛ ځکه، چې خلک ورته سخته اړتیا لري.
هغو اړو او مستحقو کورنیو، چې د بیات بنیاد مرستې ترلاسه کړې خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو غواړي، چې له اړو کورنیو سره مرستې وکړي.
په ننګرهارکې د کار او ټولنیزوچارو ریاست مسوولین هم د بیات بنیات له دغو مرستو خوښ دي او وايي؛ هغه بنسټونه، چې په دې برخه کې کارکوي ترې غوښتنه کوو، چې د بیات بنیات پر پل پل پورته کړي او هغو بېوزله هېوادوالو ته مرسته ورسوي، چې په لرې پرتو سیمو کې له بېوزلۍ او بېوسۍ سره مخ دي.
دا لومړی ځل ندی، چې بیات بنیات په جلال آباد ښار کې د خوراکي توکو مرسته کوي. له دې مخکې هم بیات بنیاد د هېواد په ختیځ کونړ، لغمان نورستان ولایتونو کې بېوزلو هېوادوالو ته مرسته رسولې.
یاده دې وي، چې بیات بنیات د دې ترڅنګ، چې د هېواد په یوشمېر نورولایتونو کې خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو برابرولو، د جوماتونو، روغتیايي مرکزونو او ښوونځيو جوړولو په برخو کې هم ډېر کار کړی دی.